په افغانستان کې د داعش په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
Aug 26, 2023 10:33 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، یادې ادارې تېره ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې شمېر تر پخوا زیات شوی، چې دا چاره نه یوازې افغانستان؛ بلکې سیمې ته هم جدي خطر دی.
په خبرپاڼه کې یو وار بیا ټینګار شوی چې طالبان باید په دې اړه له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي.
دوی دغه راز له افغانستان څخه د ګواښونو مخنیوي پر اړیتا هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې او دغه راز چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
ټیګونه