-
په هلمند ولايت کې سږ کال د غنمو کرکیله (۴۰) سلنه زیاته شوې ده
Apr 17, 2023 08:50زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په جنوب کښې په هلمند ولايت د کرنې اوبو لګولو ریاست چارواکې وایي، چې سږ کال په ياد ولایت کې پر( ۲۲۸) زره ( ۷۱۸) هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي.
-
پکتیکا کې د برمته کېدو یوه پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
Apr 17, 2023 00:55د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په پکتیکا کې د برمته کېدو په یوه پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
-
کابل کې د ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ګلبهار پروژه پرانیستل شوه
Apr 17, 2023 00:28د ګلبهار پانګونې بنسټ له لوري د ۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې د (ګلبهار پلازې) په نوم یوه ستره پراختیايي پروژه پرانیستل شوه.
-
د افغانستان د بحران د هوارولو لپاره د چین څلور ماده ایزه طرحه/ د ایران په لیدلوری باندې بیاځلې ټینګار
Apr 16, 2023 10:19د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیانو له څلور اړخیزې غونډې وروسته، خبریالانو ته وویل: افغانستان اوس د بهرني او کورني سیاستونو د بیاکتنې په یو مهم پړاو کې دی او له شکه پرته د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
-
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي
Apr 16, 2023 09:34د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې سره د معاملې د څرنګوالي د څیړلو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي.
-
نږدې راتلونکي کې به په هېواد کې سترې پروژې پیل شي
Apr 16, 2023 09:07د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په کابل کې په یوې غونډې کې ویلي چې افغانان به په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ غځولو او لويو لارو د بيا رغونې د سترو پروژو شاهدان وي.
-
له ګمرکونو څخه تر ټاکلي هدف پورته عواید راټول شوي
Apr 16, 2023 08:58د افغانستان مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې د ګمرکونو ریاست له لارې تر ورکړل شوي هدف پورته عواید راټول کړي.
-
په ازبکستان کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو دوه ورځنۍ غونډې په اړه زموږ د همکار پوښتنو ته د سیاسي چارو شنوونکي ځوابونه دلته واورئ
Apr 16, 2023 11:08د افغانستان په تړاو د اپریل په ۱۳مه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ازبکستان کې دوه ورځنۍ غونډه وشوه. د دې غونډې په اړه زموږ همکار عطاءالله خوږیاڼي د سیاسي چارو شنوونکي او پخواني ديپلومات عزیز معراج سره مرکه کړې، چې ستاسې پام یې اوریدو ته را بولم.
-
له ننګرهاره تاجکستان ته د غنمو د پاکولو ماشینونو دویمه جوپه صادره شوه نور حال په ګډه اورو
Apr 16, 2023 05:39زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د خصوصي سکټور چارواکي وایي په پام کې ده زر ازبکستان هیواد ته هم د دې ماشینونو یوه جوپه صادره کړي.
-
افغانستان د سیمې د سترو پروژو اجرا ته چمتووالی وښود
Apr 16, 2023 03:27د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان نن سبا امن دی او د تاپي د ګیس پروژې په شمول د سیمې د سترو پروژو د ترسره کولو زمینه برابر شوې ده.