له ګمرکونو څخه تر ټاکلي هدف پورته عواید راټول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131370-له_ګمرکونو_څخه_تر_ټاکلي_هدف_پورته_عواید_راټول_شوي
د افغانستان مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې د ګمرکونو ریاست له لارې تر ورکړل شوي هدف پورته عواید راټول کړي.
(last modified 2023-04-16T04:36:21+00:00 )
Apr 16, 2023 08:58 Asia/Kabul
  • له ګمرکونو څخه تر ټاکلي هدف پورته عواید راټول شوي

د افغانستان مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې د ګمرکونو ریاست له لارې تر ورکړل شوي هدف پورته عواید راټول کړي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې،له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال ګمرکونو ته ۹۶ میلیارده افغانۍ هدف ورکړل شوی و چې د تېر کال په کب میاشت کې پوره شو.

 د سرچینې د معلوماتو پر اساس، تېر کال له ګمرکونو څخه په ټولیز ډول ۱۱۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې له ټاکل شوي هدف څخه ۵.۸ فیصده لوړ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو عوایدو څخه ۹۴.۲۷ میلیارده افغانۍ له وارداتو، ۱۵.۴ میلیارده افغانۍ له صادارتو او ۲.۰۲ میلیارده افغانۍ له بهرني ټرانزیټ څخه ترلاسه شوي دي.