بیګدلي: له افغانستان سره د ایران ټرانزیټي همکارۍ پراخېږي
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست «علیرضا بیګدلي» اعلان وکړ چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ترانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو کچه مخ په پراخېدو ده، په ځانګړي ډول د چابهار بندر د کارولو په برخه کې.
هغه په دې اړه وویل: «د افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانزیټ او لوجسټیک په برخه کې یوه مهمه موضوع د بندر عباس او د چابهار د بندرونو کارول دي.»
بیګدلي زیاته کړه: «ایران او افغانستان په دې برخه کې له یو بل سره نږدې همکاري لري او په دې برخه کې ښه پرمختګونه هم شوي دي.»
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست بیګدلي وویل افغانستان په ایران کې د چابهار بندر اړوندو چارو د تعقیب لپاره خپل استازی معرفي کړی او په دې اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ هم اړیکې نیول شوې دي.
هغه وویل چې افغانستان د چابهار بندر په اړه خپل استازی ایران ته معرفي کړی دی. نوموړي زیاته کړه: «د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر اتابک سره اړیکې لرلې او په دې برخه کې ځینې پلانونه هم جوړ شوي دي.»
د راپور له مخې، بیګدلي تر دې مخکې هم ټینګار کړی و چې پر ایران د امریکا بندیزونو د ایران او افغانستان پر اقتصادي اړیکو اغېز نه دی کړی او د دواړو هېوادونو سوداګریزې همکارۍ مخ په زیاتېدو دي.
هغه ویلي وو چې ټرانزیټي لارې، په ځانګړي ډول د چابهار بندر او د میلک پوله، لا هم فعاله دي او دغه بندیزونه به پر دغو لارو منفي اغېز ونه کړي.
په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري یو میلیارد او ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.
دا اندازه په همدې موده کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ په پرتله نیم میلیارد ډالره زیاته ده.
چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له ازادو اوبو سره د اړیکې یوه له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي.
د افغانستان چارواکي دغه بندر د افغانستان د سمندري ترانزیټ لومړی انتخاب بولي او ټینګار یې کړی چې هوډ لري د خپلو صادراتي او وارداتي توکو د لېږد بهیر له همدې لارې تنظیم کړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال «میرویس حاجيزاده» د افغانستان لپاره د چابهار بندر د کارولو د اهمیت په اړه وویل: «موږ له ایران سره ډېرې ښې اړیکې لرو، زموږ سوداګري له درې میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده او دا زموږ لپاره یوه لاسته راوړنه ده.»
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د چابهار بندر اړوندو فعالیتونو لپاره، د افغانستان د اقتصادي پراختیا په موخه، له خپلو بندیزونو څخه یوه محدوده معافیت په پام کې نیولی و. خو دغه معافیت د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې لغوه شو.
له هغې وروسته، هغه شپږ میاشتنی موقتي معافیت چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې ورکړل شوی و، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه پای ته ورسېد.
هند، چې د چابهار بندر په پراختیا کې رول لري، تر دې مخکې له امریکا څخه غوښتنه کړې وه چې په دغه بندر کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بندیزونو معافیت په پام کې ونیسي.
چابهار بندر، چې د ایران یوازینی سمندري بندر دی، د دې وړتیا لري چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ پر اصلي دروازه بدل شي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو او د ترانزیټي لارو د ډول ډول کولو لپاره د کابل د لېوالتیا له امله، داسې ښکاري چې چابهار بندر به د سیمې په اقتصاد کې خپل مهم رول ته دوام ورکړي؛ خو د امریکا د بندیزونو له امله رامنځته شوې ستونزې د دغه بندر د راتلونکو فعالیتونو پر وړاندې ننګونې رامنځته کړې دي.