ورځپاڼو ته کتنه
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته چي په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو ګډون ته کتنه کړې ده او لیکلي دي: وروسته له دې چې نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا لپاره ستېج ته وختی، د لږ تر لږه ۷۷ هېوادونو استازو د اعتراض په توګه تالار پرېښود. نتانیاهو په غوسه شو او هغوی «د اخلاقي پلوه ډارن» وبلل او ویې ویل: «د اسرائیلو پوځ د نړۍ تر ټولو اخلاقي پوځ دی»!
ورځپاڼه زیاتوي: د نتانیاهو د تندو څرګندونو پر مهال، ډیپلوماټیک پلاوي یو په بل پسې له تالار څخه ووتل او د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر د تشو څوکیو پر وړاندې ودرېد. خپرو شویو راپورونو د ۷۷ هېوادونو د پلاوو د وتلو خبر ورکړی و. عبري رسنیو لیکلي چې نتانیاهو له یوه نږدې تش لوی تالار سره مخامخ و!
کیهان لیکي په همدې وخت کې چې نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له سپکاوي سره مخ و، د ملګرو ملتونو د ودانۍ له دباندې هم وضعیت د هغه لپاره سپکوونکی و. په نیویارک کې زرګونو غوسهناکو معترضانو د غزې د ماشومانو د قاتل پر ضد لاریون وکړ او په غزه کې یې د تېري د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. معترضانو د «نتانیاهو ونیسئ» په څېر شعارونه ورکول او ځینو یې سړکونه هم بند کړي وو.
کیهان همداشان په یوه بل مطلب کې بیا د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت ته خبرداری ورکړی دی چي د امریکا له خوا د مذاکراتو وړاندیزونه په اصل کې یو خطرناکه چل دی.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: په داسې شرایطو کې چې امریکا او متحدان یې د هوايي او سمندري محاصرې له لارې د ایران پر وړاندې د ګډې جګړې د طرحې په هڅه کې دي، خبرې اترې یوازې «د غولونې عملیات» دي. د ایران اسلامي جمهوریت به د محاصرې په ځواب کې، د خپلو توغندیو په وسیله په سیمه کې د تېلو تاسیسات او امریکايي شرکتونه په نښه کړي.
کیهان زیاتوي: د ایران د ولس پر وړاندې د امریکايي ـ صهیونیستي دښمن د جګړې ۲۱۰ ورځې تېرې شوې دي. د سپینې ماڼۍ محاسبې د پاڼې په سر دقیقې برېښېدې، خو په ډګر کې د مقاومت له خنډ سره مخ شوې. واشنګټن د خپلو اعلان شویو موخو څخه هېڅ یوې ته ونه رسېد او اوس د منځمهالو ټاکنو په درشل کې په یوه بېپایلې جګړه کې راګیر دی، چې لګښتونه یې مخ په زیاتېدو دي.
رابه شو د ایران چاپ جوان ورځپاڼې ته
دغې ورځپاڼې بیا په غزې کې د یوه بل غمیز د رامینځته کېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری ته انعکاس ورکړی دی او لیکلي دي: په داسې حال کې چې صهیونیستان په غزه کې اوربند په پرلهپسې ډول نقضوي او د اشغالګر رژیم وحشیانه تېري او د غزې محاصره دوام لري او ورځ تر بلې لا پسې سختېږي، د دغه تړانګې خلک لا هم د یوه ستر بشري ناورین کتوونکې دي؛ هغه ناورین چې له تېر کال راهیسې دوام لري او په هر پړاو کې یې نوي او لا ژور اړخونه یې راڅرګندېږي.
جوان زیاتوي: په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د ژمي لپاره د چمتووالي په حال کې دي، د غزې د تړانګې اړتیاوې له موجوده امکاناتو څخه ډېر زیات دي، په همدې تړاو، د غزې په تړانګه کې د عامه اړیکو د دفتر عمومي رئیس اسماعیل الثوابته، د هغو خورا جدي پایلو په اړه چې د غزې د بېځایه شویو ژوند ګواښي، خبرداری ورکړ او وویل چې که اوسنی بحران له بېړنۍ او بنسټیزې مداخلې پرته دوام ومومي، راتلونکی ژمی به یو غمیزناک ژمی وي.
ورځپاڼه لیکي: د غزې د عامه اړیکو د دفتر عمومي رئیس له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بېړنیو ژمنیو مرستو ترڅنګ د دروازو د پرانیستلو او د سلګونو زرو نویو او په بشپړ ډول سمبالو خېمو د ننوتلو د اجازه ورکولو لپاره په اسرائیل رژیم فشار وارد کړي. هغه خبرداری ورکړ چې په ځواب کې ځنډ به سلګونه زره بېځایه شوي کسان له سختو حالاتو او یخني سره مخامخ کړي چي د امله به یې ډېر کسان خپل ژوند د لاسه ورکړي.
جوان زیاتوي: د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي تام ویلچر هم په دې اړه، د سړې هوا د موسم په رارسېدو سره، په غزه کې د بېځایه شویو کسانو د غمیزناک بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او په ژمي کې د غزې د نږدې دوو میلیونو خلکو د ملاتړ لپاره یې د اړینو مرستو د ننوتلو غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چي په غزې کې زیات شمېر خلګ هم په داسي ودانیو کې اوسږي چي د صهیونیست رژیم د بریدونه د امله زیانمنې شوې او د ژمې په رارسېدو او باران سره یې د چپه کېدو خطره ډېره زیاته ده لکه څنګه چي د غزې په ښار کې په دې وروستیو کې د السعاده ودانۍ راچپه شوه او د ښځو او ماشومانو په شمول په لسګونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړ.
په دوام کې به راشو د جام جم ورځپاڼې ته، چي پر بابالمندب اوبلارې باندې د یمن د واکمنتیا د جیوپولیټیکو پایلو په اړه لیکنه کړې ده چي د ورځپاڼې له نظره کولای شي د سیمې پر معادلاتو او د انرژیو په امنیت باندې اغېز وکړي.
ورځپاڼه لیکي: د انصارالله ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له درېیمې تر یوولسمې نېټې پورې له الحدیده بندر څخه عملیات پیل کړل او په لنډه موده کې یې د یمن د لوېدیځ سواحلو او د پریم ټاپو په ګډون د بابالمندب اوبلارې د خولې د ستراتیژیکو ټاپوګانو کنټرول ترلاسه کړ او په مقابل کې، د سعودي مزدور ځواکونو شاتګ ته اړ شول.
په مطلب کې راغلي چې د بابالمندب اهمیت یوازې د یوه تنګي تر کنټرول پورې محدود نه دی. بابالمندب د سویز کانال ته د تلونکې سمندري لارې جنوبي دروازه ده او په دې سیمه کې هر ډول ناامني کولای شي د کښتۍ چلونې شرکتونه او بیمه کوونکي د لارې بدلولو ته اړ کړي.
جام جم زیاتوي: په داسې شرایطو کې به کښتۍ مجبوره شي چې د افریقا په جنوب کې د نېکامید د څنډې اوږده سمندري مسیر غوره کړي؛ هغه مسیر چې د توکو او انرژۍ د لېږد وخت او په لګښت کې په پام وړ توګه زیاتوي.
خو په دې راپور کې تر ټولو مهم ټکی پر سعودي عربستان د دغه وضعیت پایلې دي. ریاض چې د هرمز تنګی له بندېدو وروسته یې د تېلو د صادراتو لپاره یې په ختیځ ـ لوېدیځ پایپلاین او ینبع بندر تکیه کړې وه اوس دغه لاره یې هم د لاسه ووتی او په داسې یو وضعیت کې راګیر شوی چې له ختیځه د هرمز تنګي له تحولاتو، له لوېدیځه د بابالمندب له وضعیت او د تېلو د صادراتو په بدیلو مسیرونو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
ورځپاڼه یادونه کوي چې د انصارالله له لوري د بابالمندب کنټرول د اسرائیلو پر سمندري مسیرونو او د ایلات پر بندر هم فشار زیاتوي.
په پای کې، جام جم زیاتوي چې د هرمز تنګي او بابالمندب د تحولاتو هممهاله کېدل، د انرژۍ امنیت او سمندري سوداګرۍ معادلات نوي پړاو ته داخل کړي دي او د سیمهییزو معادلاتو د یوه مهم لوبغاړي په توګه د انصارالله ځایګی یې تر بل هر وخت لا څرګند کړی دی.
راځو د افغانستان مطبوعاتو ته
اطلاعات روز ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د حکومت په صادراتي سیاستونو په نیوکې سره له بلخ ولایت څخه ازبکستان او تاجکستان ته د پسونو د غوښې د صادراتو په اړه راپور خپور کړی دی؛ هغه اقدام چې د طالبانو حکومت یې یوه اقتصادي لاستهراوړنه بولي، خو د اطلاعات روز په وېنا په دې هېواد کې دننه له نیوکو او اندېښنو سره مخ شوی دی.
د راپور له مخې، د بلخ دولتي مسلخ د روان کال له غبرګولي میاشتې راهیسې د غوښې صادرات پیل کړي او ویل کېږي چې هره میاشت د ۲۰ تر ۳۰ زرو پسونو غوښه دغو دوو هېوادونو ته صادرېږي. خو د صادراتو له پیل سره هممهاله، په مزارشریف کې قصابان د پسونو او غوښې د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي، چاغ او باکیفیته پسونه تر ډېره د صادراتو لپاره اخیستل کېږي او په کورني بازار کې کمزوري څاروي پاتې کېږي.
ورځپاڼه زیاتوي: دا وضعیت په داسې حال کې دی چې ډېری ټیټعاید لرونکې کورنۍ له دې وړاندې هم د غوښې د اخیستلو توان نه درلود.
راپور همدارنګه د افغانستان د مالدارۍ د راتلونکې په اړه د کارپوهانو خبرداری رااخلي. هغوی وايي، وچکالي، د اوبو او واښو کمښت او د څارویو د زېږون کموالی د کورني تولید ظرفیت کم کړی او بېرویه صادرات کولای شي دغه ستونزه لا پسې زیاته کړي.
د ورځپاڼې په لیکنه، که د خلکو وضعیت او د مالدارۍ ظرفیت ته له پام پرته د صادراتو سیاست دوام ومومي، ښايي د صادراتو شمېر زیات شي، خو د افغانانو لپاره یې پایله ښايي د غوښې د بیو لوړوالي او د کورنیو د دسترخوان له لا کوچني کېدو پرته بل څه نه وي.
ګوینده:
رابه شو د افغانستان هشت صبح ورځپاڼې ته
«هشت صبح» په یوه مطلب کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان پر تش ځای تمرکز کړی او لیکي، چې له پنځو کلونو راهیسې د نړۍ د هېوادونو د مشرانو په دې مهمه غونډه کې د افغانستان د لوړپوړي سیاسي مقام حضور نه لیدل کېږي.
د ورځپاڼې په باور، دا یوازې تشریفاتي تشه نه ده؛ بلکې په نړیواله کچه د افغانستان د سیاسي حضور او د طالبانو د حکومت د دریځ په اړه پوښتنې راولاړوي.
«هشت صبح» لیکي، طالبان له نړۍ غواړي چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني؛ خو له بلې خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو، د سیاسي مشارکت د نشتوالي او نورو مسایلو په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لازم انعطاف نه ښيي. د ورځپاڼې په باور، همدې وضعیت د کابل او نړۍ ترمنځ واټن زیات کړی دی.
مطلب زیاتوي چې ډیپلوماسي یوازې سیمهییزو سفرونو او دوهاړخیزو لیدنو ته نه محدودېږي، بلکې په نړیوالو مهمو غونډو کې حضور هم د یوه هېواد د سیاسي نفوذ لپاره مهم دی. د افغانستان د لوړپوړي سیاسي مقام په نشتون کې، نور هېوادونه د افغانستان د راتلونکي او ستونزو په اړه خبرې کوي.
«هشت صبح» د افغانستان وضعیت له سوریې سره هم پرتله کوي او لیکي، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون کړی او له بېلابېلو هېوادونو او رسنیو سره یې لیدنې کړې دي.
په پای کې ورځپاڼه ټینګار کوي چې د افغانستان د نړیوالې انزوا دوام یوازې د طالبانو پر حکومت اغېز نه کوي، بلکې افغانان هم د اقتصادي، ډیپلوماټیکو او سیاسي فرصتونو د محدودېدو بیه پرې کوي.