پزشکیان: د خبرو لپاره چمتو یو، خو زور نه منو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178864-پزشکیان_د_خبرو_لپاره_چمتو_یو_خو_زور_نه_منو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې د اټومي او نورو اختلافاتو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی، خو زور او زورواکي نه مني.
(last modified 2026-09-26T10:00:19+00:00 )
Sep 26, 2026 14:29 Asia/Kabul
  • پزشکیان: د خبرو لپاره چمتو یو، خو زور نه منو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې د اټومي او نورو اختلافاتو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی، خو زور او زورواکي نه مني.

هغه له امریکايي «سي‌بي‌اېس» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، ایران هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه دی.

پزشکیان زیاته کړې چې ایران له سیمه‌ییزو هېوادونو سره په ګډه د سیمې د ابادولو لپاره کار کولی شي.

نوموړي ویلي، اختلافات د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو له لارې حل کېدای شي.

پزشکیان ټینګار کړی چې د اټومي موضوع او نورو اختلافاتو په اړه د خبرو د دوام لپاره باید باور بېرته جوړ شي.

هغه د واشنګټن له‌خوا د شویو هوکړو د عملي کولو غوښتنه هم کړې ده.

د ایران ولسمشر ویلي، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی. خو ایران به د فشار، ګواښ او برید پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.