نیویارک کښې له عراقچي سره د عرب اتحادیې د سرمنشي کتنه
عراقچي په نیویارک کې د عربي ټولنې له سرمنشي او د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل
پارستودي- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د خپل سفر پر مهال د عرب ټولنې له سرمنشي او د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره وکتل.
د مهر خبري اژانس په حواله د پارستودي د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، له نبیل فهمي سره په لیدنه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا لپاره د ایران پر هوډ ټینګار وکړ او امنیت یې یوه نه بېلېدونکې موضوع وبلله چې د ګډو مسئولیتونو په درک او رغنده تعامل پورې تړلې ده.
عراقچي د ایران او عرب هېوادونو ترمنځ د خبرو او تعامل د زیاتېدو غوښتنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې لارې به هغه ناسم پوهاوي او اندېښنې له منځه ولاړې شي چې د ایران او عربو د ګډو دښمنانو د تبلیغاتو له امله رامنځته شوي دي.
د عرب ټولنې سرمنشي هم هیله څرګنده کړه چې د ټولو سیمهییزو لورو د هڅو او د خبرو او تعامل د پراختیا له لارې به د سیمې د هېوادونو ترمنځ متقابل باور پیاوړی او همکارۍ زیاتې شي.
د ایران خارجه وزیر له دې نه علاوه له خپلو ځینو همرتبه و سره هم وکتل چې په لاندې ډول دي:
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه:
د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې کلنۍ غونډې په څنډه کې په نیویارک کې وکتل.
عراقچي له خپل سعودي سیال سره په لیدنه کې د باور د پیاوړتیا لپاره په ځانګړې توګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تعامل پر بنسټ د امنیتي میکانیزمونو په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت په هوډ ټینګار وکړ. هغه هیله څرګنده کړه چې ټول اغېزناک سیمهییز لوري، د تېرو اوو میاشتو له ترخو تجربو او د ایران پر وړاندې د پوځي تېري د چمتو کولو او ترسره کولو لپاره د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا د ځینو سیمهییزو لورو د قلمرو او امکاناتو د ناوړه استفادې په پام کې نیولو سره، په دې برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.
سید عباس عراقچي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د خپلو سلا مشورو په دوام، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامنیام جایشانکار سره وکتل او خبرې یې وکړې.
د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د وروستیو تحولاتو په تشریح او د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په بیانولو سره، د امریکا د ژمنو ماتول او پر ایران د دغه هېواد تېری کوونکی چلند، چې د سمندري محاصرې او د ایران پر سوداګریزو کښتیو د تعرض په ګډون دی، په سیمه او هرمز تنګي کې د ناامنۍ اصلي عامل وباله او د تېري کوونکو لورو د حساب ورکولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې پر مسوولیت ټینګار وکړ.
د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو په ګاونډ کې د وضعیت د تحولاتو تر څېړنې وروسته، د سیمې د امنیت د ښه کولو او د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ټولو امکاناتو د کارولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
عراقچي همداشان وویل: د هرمز تنګي ناامني د امریکا د تېري کوونکو اقداماتو پایله ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پرتګالي سیال سره په لیدنه کې د سیمې د روانو بدلونونو په تشریح سره، په هرمز تنګي کې موجوده ناامني او په کښتۍچلونې کې خنډ د امریکا او صهیونیستي رژیم د تېري کوونکو اقداماتو مستقیمه پایله وبلله او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې د کښتۍچلونې د امنیت بېرته ټینګول د ناامني رامنځته کوونکو اقداماتو او د امریکا د اقتصادي تروریزم له درولو سره تړاو لري.
عراقچي څرګنده کړه: اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې باید د لوېدیځې اسیا د سیمې د تحولاتو په اړه خپلواک، مسوولانه او له نړیوال قانون سره سم دریځ غوره کړي.
*/*/*/