پزشکیان: که جګړه راسره وکړي، په پوره قدرت سره به ځواب ورکړو
پارسټوډې – د ایران ولسمشر په دې خبرې ټینګار سره چې ایران د جنګ پیلونکی نه دی او نه وي وویل موږ د جګړې په لټه کې نه یوو،
خو که څوک وغواړي له موږ سره جګړه وکړي، په پوره قدرت سره به ځواب ورکړو.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې د ګډون لپاره د خپل سفر په دویمه ورځ، له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې د جګړې او له امریکا سره د خبرو اترو، د ایران د اټومي پروګرام، د هرمز اوبلاري د کشتیو د تګ راتګ د امنیت، د سیمې د حالاتو او د هېواد د کورنیو مسئلو په اړه د ایران دریځونه بیان کړل.
پزشکیان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران د خبرو اترو یا د جګړې د دوام په اړه څه پرېکړه لري، وویل: موږ جګړه نه ده غوره کړې؛ جګړه پر موږ تپل شوې ده. موږ د جګړې په لټه کې نه یوو، خو هر وخت چې پر موږ برید کېږي، اړ کېږو چې د ځان دفاع وکړو. موږ جګړه نه ده پیل کړې او نه به یې پیل کړو، خو که څوک وغواړي له موږ سره جګړه وکړي، په پوره قدرت سره به ځواب ورکړو. اوس هم پر موږ دباونه اچول کېږي، څو موږ اړ کړي چې له نړیوالو قوانینو او چوکاټونو څخه بهر تسلیم شو، خو دا کار امکان نه لري.
د ایران ولسمشر د خبرو اترو پر مهال د ایران د غوښتنو او د احتمالي امتیازونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: موږ مخکې یوې هوکړې ته رسېدلي وو او دا هوکړه مو ستاسو له ولسمشر سره لاسلیک کړې وه.
د هماغې هوکړې پر بنسټ، موږ چمتو یوو چې خبرو ته دوام ورکړو.
موږ د هرمز اوبلاره نه وه تړلې؛ هرمز تنګی خلاص و. هغوی(امریکا او اسرائیلو) له کوم قانوني دلیل پرته پر موږ برید وکړ، زموږ رهبر، قوماندانان او ساینسپوهان یې شهیدان کړل او زموږ د ماشومانو پر ښوونځي یې بمباري وکړه چې ۱۶۸ زدهکوونکي یې شهیدان کړل. دا کار د بشري حقونو، انساني اصولو او قانون له نظره د منلو وړ نه و او موږ د ځان دفاع وکړه. موږ هماغه غوښتنې لرو چې مخکې مو د خپلو قانوني چوکاټونو په اړه مطرح کړې وې؛ له دې پرته بل څه نه غواړو.
پزشکیان د هوکړې د خلاف ورزۍ اصلي لامل ته په اشارې سره وویل: دا موږ نه وو چې برید مو پیل کړ. ستونزه دا ده چې کله هغه کسان(ایران) چې ټول عمر د هرمز تنګي د چارو مسؤل وو، ونه شي کولای خپله کشتۍ له دې سیمې څخه تېره کړي، نو طبیعي ده چې نورو بېړیو ته به هم د تېرېدو اجازه نه وي. اوس امریکا اجازه نه راکوي چې خپلې کشتیانې له هغه ځایه تېره کړو. امریکا په کوم دلیل هلته راغلې او اجازه نه راکوي؟ ایا د کشتیو تګ راتګ ازاد نه دی؟ ولې یې زموږ لاره بنده کړې ده؟
هغه زیاته کړه چې زموږ ستونزه دا ده چې زموږ (د امریکا او د ایران) ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته شوې ده.
لامل یې دا دی چې موږ مخکې د نړیوالې اټومي موافقې په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي وو، خود امریکا ولسمشر ټرامپ هغه هوکړه له منځه یوړه.
وروسته بیا په دغو حالاتو کې موږ له یو بل سره خبرې وکړې، خو د خبرو پر مهال پر موږ برید وشو. بیا مو خبرې وکړې او بیا پر موږ برید وشو. یو ځل بیا کښېناستو، خبرې مو وکړې، هوکړې ته ورسېدو او هغه مو لاسلیک کړه، خو بیا هم دغه پېښې وشوې. که موږ د هغو قوانینو او کارونو په چوکاټ کې چې ترسره کوو، پر یو بل باور ونه شو کولای او خپلې هوکړې ته ژمن پاتې نه شو، نو څنګه کولای شو بیا دا ومنو چې زموږ ستونزه به د خبرو له لارې حل شي؟
پزشکیان په دې اړه چې د ایران پرېکړې تر کومې کچې د امریکا د ولسمشرۍ تر مینځ پړاوه ټاکنو پورې تړلې دي، زیاته کړه: موږ د امریکا له ټاکنو سره هېڅ کار نه لرو. که امریکا د خبرو لپاره راشي او زموږ حقونه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې په رسمیت وپېژني، موږ خبرو ته چمتو یوو. که ونه غواړي دغه حقونه وویني، که دا له ټاکنو مخکې وي او که وروسته، زموږ لپاره څه توپیر لري؟
د ایران ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا فکر کوي دا جګړه به د کال تر پای مخکې پای ته ورسېږي، وویل: موږ غواړو جګړه ونه کړو، خو په پوره قدرت د ځان دفاع کوو. موږ جګړه نه غواړو؛ جګړه د هېچا په ګټه نه ده. زه باور لرم چې انسان باید انسان ونه وژني. انسان د هستۍ تر ټولو غوره موجود دی او کله چې یوه مسئله د خبرو له لارې حل کېدای شي، باید هغه د وینې او د وینې د تویولو له لارې حل نه شي. خو له بده مرغه، امریکا د اسرائیلو په هڅولو سره دا جګړه پر موږ تپلې ده. موږ نه غواړو جګړې ته دوام وکړي. امریکا باید پرېکړه وکړي چې غواړي دا جګړه پای ته ورسوي که نه.