طالبانو امریکا ته سخت ځواب ورکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د امریکا سفارت دې د قاچاقبرانو لټون په خپل څنګ کې، یعنې په هماغه «اسلاماباد» کې وکړي؛ افغانستان پاک دی.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په دې ادعا باندې په نیوکې سره چې په کراچۍ کې موندل شویو د نشه ای صنعتي توکو سرچینه افغانستان دی وویل: دغه ادعا بېاساسه او له سیاسي موخو سره تړلې ده. د بلخي په وینا، د افغانستان حکومت د ټولو ډولونو نشهیي توکو پر تولید، قاچاق او استعمال بشپړ بندیز لګولی دی؛ خو اپوټه، په افغانستان کې له دغه بندیز وروسته، د ډېورنډ کرښې هاخوا [پاکستان] کې د نشهیي توکو کرکیله، تولید او قاچاق په پراخه کچه زیات شوی دی.
د امریکا سفارت اعلان کړی و چې د دغه هېواد د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د پاکستان د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک، ۴۶۳ کیلوګرامه مېتامفیتامین چې سرچینه یې افغانستان بلل شوې او شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالره ارزښت لري، کشف او ضبط کړي دي. ویل شوي چې د دغې محمولې وروستی منزل سریلانکا و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې دغه هېواد د مصنوعي نشهیي توکو د تولید ظرفیت نه لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې نږدې یو کال کېږي چې په بشپړه توګه تړل شوې دي؛ له همدې امله، د امریکا سفارت باید د نورو د تبلیغاتي وسیلې پر ځای، د دغې محمولې سرچینه په هماغه پاکستان کې ولټوي.