غریب‌آبادي: د نړیوال قانون اصول باید انتخابي نه وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178832-غریب_آبادي_د_نړیوال_قانون_اصول_باید_انتخابي_نه_وي
پارس‌تودي- د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل: نړیوال قانون، که د سولې ساتونکی وي، نه شي کولای د هغو انتخابي اصولو ټولګه وي چې د ځینو هېوادونو په اړه په جدي ډول عملي کېږي او د ځینو نورو په اړه بیا د سیاسي ملاحظاتو له امله له پامه غورځول کېږي.
(last modified 2026-09-26T08:07:29+00:00 )
Sep 26, 2026 12:34 Asia/Kabul
  • غریب‌آبادي: د نړیوال قانون اصول باید انتخابي نه وي

پارس‌تودي- د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل: نړیوال قانون، که د سولې ساتونکی وي، نه شي کولای د هغو انتخابي اصولو ټولګه وي چې د ځینو هېوادونو په اړه په جدي ډول عملي کېږي او د ځینو نورو په اړه بیا د سیاسي ملاحظاتو له امله له پامه غورځول کېږي.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، کاظم غریب‌آبادي تیره شپه د ملګرو ملتونو د نړیوال قانون د دفاع د لوړې کچې په غونډه کې وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې نړیوال قانون، که په رښتیا د سولې، عدالت او د انساني کرامت ساتونکی وي، د انتخابي اصولو ټولګه نه شي کیدې چې د ځینو هېوادونو په اړه په جدي ډول عملي او د ځینو نورو په اړه بیا د سیاسي او قدرتي ملاحظاتو له امله له پامه وغورځول شي.»

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کې له ځان سره د ملګرو ملتونو د منشور د بنسټیزو اصولو د ښکاره نقض شاهد پاتې شوی دی. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه، د ایران خلاف د امریکا او صهیونیستي رژیم د پوځي تېري نوې دوره د څلوېښت ورځنۍ جګړې په بڼه پیل شوه. د جګړې په لومړۍ ورځ د ایران اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران په جنوب کې د میناب ښار د ابتدايي ښوونځي ۱۶۸ زده‌کوونکي او ښوونکي شهیدان شول.»

هغه څرګنده کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت دریځ روښانه دی: د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونې او معاملې وړ نه ده. هېڅ هېواد نه شي کولای یوازې د سیاسي ادعاوو یا د ګواښ د یوه اړخیز برداشت پر بنسټ، د زور کارولو د منع اصل له پامه وغورځوي. که د ملګرو ملتونو د منشور د ۲مې مادې د ۴م بند بنسټیز اصل کمزوری شي، هېڅ هېواد، که لوی وي او که کوچنی، نه شي کولای پر خپل امنیت او حاکمیت ډاډه وي.»

غریب‌آبادي زیاته کړه: «ایران په دې هم باور لري چې که یو هېواد له وسله‌والو بریدونو سره مخ شي، د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون په چوکاټ کې د مشروع دفاع حق د قرباني شوي هېواد لپاره یو مشروع او قانوني حق دی. په عین حال کې، د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوال بشردوستانه قانون پر رعایت، د ملکي وګړو پر ساتنې او د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ د توپیر پر اړتیا ټینګار کوي. دغه اصول باید له هېڅ استثنا پرته مراعات شي؛ که په فلسطین کې وي، که په ایران، لبنان، یمن او یا د نړۍ په هر بل ځای کې.»

هغه ټینګار وکړ: «که نړیوال قانون د ځواکمن او کمزوري، متحد او غیرمتحد، ختیځ او لویدیځ، شمال او جنوب لپاره یو شان نه وي، اعتبار به یې له زوال سره مخ شي. له دې پلوه، د نړیوالې عدالت محکمې رول دوه برابره اهمیت لري. دغه محکمه باید وکولای شي د ملګرو ملتونو د اصلي قضايي ارګان په توګه، له سیاسي فشارونو څخه په خپلواک ډول، د هېوادونو ترمنځ شخړو ته رسېدنه وکړي او د هېوادونو قانوني ژمنې روښانه کړي.»