غریبابادي: ایران د خبرو پلوی دی، خو تسلیمېږي نه
Sep 26, 2026 14:26 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال کاظم غریبابادي وايي، ولسمشر مسعود پزشکیان د نړیوالو ناستو له لارې د ایران غږ نړۍ ته رسولی دی.
هغه په «ایکس» کې لیکلي چې ایران له بیشکک څخه تر ډهلي او نیویارک پورې په ډیپلوماټیک ډګر کې فعال حضور لري.
غریبابادي ویلي، ایران د خبرو پلوی دی، خو تسلیمېدل نه مني او د جګړې غوښتونکی نه دی.
نوموړي زیاته کړې چې ایران د اړتیا پر مهال له خپل هېواد څخه په ټینګه دفاع کوي او پر خپل دریځ ولاړ دی.
ټیګونه