د ایران اته کلنه مقدسه دفاع؛ د متخصصانو او ځوانانو رول
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د مقدسې دفاع د اونۍ اوج نومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې برخې کې په مقدسې دفاع کې د ځوانانو رول په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي
قدرمنو دوستانو د ایران د اته کلنې مقدسې دفاع په پړاؤ کې د مقاومت یو تر ټولو مهم ځواک ایراني ځوانان وو؛ هغه کسان چې خپله ځواني ئې د جنګ ډګر ته وړاندې کړه، څو د هېواد خاوره، د ولس عزت او اسلامي انقلاب پر خپل ځای په قدرت سره باقي پاتې شي.
ځوانان د اسلامی انقلاب د ځوان نسل برخه وو؛ هغه نسل چې د امام خمیني په رهبرۍ یې د اسلامي انقلاب په رامنځته کېدو کې غوره ونډه لرله او بدلون یې رامنځته کړ. هېڅ توپیر یې نه درلود چې څوک محصیل یا زدهکوونکی، دوکاندار یا بازاري، کارګر یا طالبالعلم و؛ د دوي ډېرو د جنګ له هماغه پیل مخکې د مبارزې تجروبه لرله.
د امام خمیني اعلامیې او ویناوې یې خپرولې، د پهلوي رژيم پر ضد په لاریونونو او مظاهرو کې یې ګډون کاوه او د انقلاب د بریا لپاره یې فعالیت کاوه. ځینو د ساواک وحشي ډوله ځواک له خوا د نیول کېدو او شکنجه کېدو تجروبه هم لرله او ځینو نورو بیا د انقلابي مبارزو په بهیر کې خپل دوستان او نږدې کسان له لاسه ورکړي وو. له همدې امله، د دغه نسل لپاره د انقلاب بریا د یوې لارې پای نه و؛ بلکې د یوه نوي د مسئولیت پیل و.
له دوو کلونو لږه موده وروسته، د عراق د بعثي پوځ برید ځوانان له یوې بلې او توپیر لرونکې ازموینې سره مخ کړل. دا ځل مسئله د هغې خاورې او هغه انقلاب دفاع وه چې دوی ئې د رامنځته کېدو لپاره مبارزه کړې وه. امام خمیني خلک مقاومت او دفاع ته وبلل. یو ځل بیا ځوانان د امام د پیروۍ لپاره په لومړۍ کرښې کې ودرېدل او لبیک ئې ووایه.
یو محصیل ؤ او خپل راتلونکی یې په پوهنتون کې لیده؛ بل تازه له پوځ یا سپاه سره یوځای شوی و؛ یو په فابریکې او ورکشاپ کې کار کاوه او بل په دیني مدرسې کې زدهکړې کولې. ډاکټر او انجنیر، ښوونکی او کارګر، بزګر او زدهکوونکی او جهادي ځواک؛ هر یو له بېلابېلو ځایونو راغلي وو او بېلابېل ژوندونه ئې کول؛ خو مقدسې دفاع ځوانان د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ایران جنوب او لویدیځ ته کش کړل.
امام خمیني مجاهدو ځوانانو ته په یوې وینا کې وفرمایل: زما ګرانو ځوانانو! چې زما د هیلو او امید سترګې تاسو ته دي، په یوه لاس قرآن او په بل لاس وسله واخلئ او له خپل حیثیت او شرافت څخه داسې دفاع وکړئ چې هغوی له دې بېوسه کړئ چې ستاسو پر وړاندې د دسیسې فکر وکړي. له خپلو دوستانو سره دومره مهربانه اوسئ چې د هغوی په اړه د هر څه د ایثار او قربانۍ په برخې کې هېڅ ډول لټي ونه کړئ. پوهه شئ چې نننۍ نړۍ د مستضعفینو نړۍ ده او ژر یا وروسته بریا د هغوی ده؛ هغوی به د ځمکې وارثان او د خدای له خوا واکمنان وي.
جنګ یوازې د وسلې اخیستل او د دښمن پر لور ډزې کول نه وو. مبارز باید لومړۍ کرښې ته رسېدلی وای، خو تر هغه مخکې باید چا لاره ورته برابره کړې وای؛ ټپي باید د جنګ له ډګره ایستل شوی وای، خو له هغې وروسته بیا د مرستندوی، ایمبولانس، صحرایي روغتون، ډاکټر او د نرس اړتیا وه.
عملیاتو جنګي قدرت ته اړتیا لرله، خو له مخابیراتو، کشفونې اوپيژندنې، انجینريئنګ، ټرانسپورټ، د سنګرونو جوړولو، د تجهیزاتو ترمیم او اکمالاتي ملاتړ پرته ئې دوام نه شوای کولی. له همدې امله، په جنګ کې د ځوانانو رول باید په ډېر پراخ چوکاټ کې وکتل شي. ځوانانو د جنګ په بېلابېلو برخو کې د اصلي بار ډېره برخه پر خپلو اوږو واخیسته.
د جنګ په جریان کې یو هوښیار او بااستعداده ځوان، چې نوم ئې حسن باقري ؤ، راڅرګند شو. هغه په ۱۳۳۴ لمریز کال کې زېږېدلی و او د جنګ د پیل پر مهال کابو ۲۵ کلن و. له جنګ مخکې یې د خبریال په توګه کار کړی و او په پوځي فعالیتونو کې یې هېڅ مخکینۍ تجروبه نه لرله.
هغه ډېر دقت او تمرکز درلود او ډېر هوښیار و. عادت یې نه و چې مسئلو ته په عمومي ډول وګوري؛ بلکې جزئیات ورته ډېر مهم وو. هغه به د بېلابېلو جزئیاتو له یوځای کولو څخه د یوې موضوع یا پېښې عمومي انځور ترلاسه کاوه.
همدغه ځانګړتیا سبب شوه چې هغه په جنګ کې د بریالیو عملیاتو له مهمو پلانونکو څخه وګرځي. د جنګ د سیمې بشپړ اطلاعات او خبرتیا ورته ډېره مهمه وه. هغه به خپله د عملیاتو ډګر ته واریدیده او سره له دې چې قوماندان و، د پيژندنې لپاره به ئې د دښمن سیمې ته هم نفوذ کاوه؛ معلومات به ئې لیکل او له بېرته ستنېدو وروسته به ئې د سیمې نقشه په ډېر دقت رسموله. وروسته به ئې د قوماندانانو په مشوره عملیاتي چورلیزونه تنظیمول او پر نقشه به یې توضیح کول.
مقدسه دفاع د حسن باقري په څېر د ځوانانو د استعدادونو د څرګندېدو په ډګر بدله شوې وه؛ هغه د ۱۳۶۱ لمریز کال په سلواغې میاشتې کې، هغه مهال چې لا ئې عمر له ۲۷ کلونو زیات نه و، په فکه سیمې کې شهید شو.
د دغو ځواکونو ترڅنګ، ډېرو محصلینو هم په مستقیم ډول د جنګ جبهې ته مخه کړه. ځینو خپلې زدهکړې ودرولې او له جنګي پرزو او مهماتو او تجهیزاتو سره یوځای شول او ځینو بیا خپله پوهنتوني پوهه او تخصص له ځان سره جبهې ته یووړه. هر څومره چې جنګ له لومړیو میاشتو څخه زیاتیده، د متخصصو ځواکونو اړتیا هم لا زیاتېدله.
د دې اړتیا یوه څرګنده بېلګه په جنګي انجینرينګ کې لیدل کېدلی شي. د ۱۳۶۲ لمریز کال په کب میاشت کې، د خیبر عملیاتو پر مهال، ایراني ځواکونه له داسې جغرافیې سره مخ شول چې له پخوانیو عملیاتو سره ئې توپیر درلود.
د هورالهویزه سیمه له اوبو او جبَیو څخه ډکه وه او په داسې ځمکه کې د ځواکونو او تجهیزاتو لېږدول ډېر ستونزمن ښکارېدل. په دغه شان شرایطو کې باید د ځواکونو د تګ راتګ او ملاتړ لپاره حتماً یوه لاره پیدا شوې وای.
«د خیبر خوځنده پل» د سپاه د جنګي انجینرينګ د یونټ د هڅو له مشهورو بېلګو څخه و. ځوانانو په ډېرې سرښندنې او سختو شرایطو کې د هور پر سر اوږده لاره جوړه کړه، څو د ځواکونو او تجهیزاتو د انتقال زمینه برابره کړي.
د دغه پل پلان ، د پرزو جوړول، انتقال، نصب او ساتنه د یو شمېر ځوانو انجنیرانو، تخنیکي ځواکونو او جهادي کارکوونکو له خوا ترسره شوه او د جنګ په پړاؤ کې د انجینرۍ وړتیا له مهمو بېلګو څخه وګرځېدله.
د ځوانو انجنیرانو او جهادي ځواکونو فعالیتونه یوازې په سترو پروژو پورې محدود نه وو. د خاکریزونو، سړکونو، سنګرونو او دفاعي مورچو جوړول د جهادي ځواکونو د ورځني کار یوه برخه وه
کله ناکله به د بلډوزر چلوونکی اړ و چې د دښمن له مورچو څخه په ډېر لږ واټن کې کار وکړي او خاکریز یا خندق جوړ کړي. ځینې انقلابي ځوانان هم په همدې بلډوزرونو کې شهیدان شول.
له همدې امله، د مقدسې دفاع په ادبیاتو کې د جهادي ځواکونو لپاره د «بېسنګر سنګر جوړوونکو» لقب تلپاتې شو.
مقدسه دفاع د ډاکټرانو او روغتیايي درملنې د ځواکونو لپاره بله بڼه لرله. متخصص ډاکټران، ځوان ډاکټران، د طب محصلین، نرسان او په خپله خوښه ټول شوي روغتیايي مرستندویان او رضاکار به جنګي سیمو ته استول کېدل، څو د جبهې تر شا د ټپیانو درملنه ورکړي.
البته د تپلي جنګ له پیل سره د جنوبي او لویدیځو ښارونو د ډېرو روغتونونو وضعیت ګډوډ شو. د امکاناتو کمښت او د بعثي ځواکونو له خوا پر ملکي سیمو بمبارۍ د دې سبب شوې چې ډېر روغتونونه له ډاکټرانو او ناروغانو څخه تش پاتې شي. په خوزستان ولایت کې وضعیت د نورو ولایتونو په پرتله لا ډېر خراب و.
په هغو سختو شرایطو کې، چې ځینې ډاکټران به ناڅاپه له ښاره وتل، تجربهلرونکي ډاکټران به په خپله خوښه جبهې ته تلل، څو خدمت وکړي. له دغو ډاکټرانو څخه یو ډاکټر «ناصر تابش» و.
هغه د پوځ په طبي پوهنتون کې د جراحۍ د تخصص پړاؤ پیل کړ او څلور کاله وروسته د عمومي جراحۍ د متخصص په توګه فارغ شو. هغه یو زړور ځوان ؤ چې په حساسو شېبو او خطرناکو شرایطو کې به ئې پرته له ځنډه د ټپیانو عملیات کول.
حتی یوه ورځ یې د یوه ناچاود کلسټر بم هغه برخه هم له یوه مبارز څخه وایسته چې د هغه په بدن کې ننوتې وه. دا یو ډېر سخت او پېچلي عملیات وو چې هېڅ ډاکټر ئې د ترسره کولو لپاره چمتو نه و؛ ځکه په هره شېبه کې د بم د چاودنې خطر د جراح ژوند هم ګواښه.
ډاکټر تابش د دغه عملیاتو په ترسره کولو سره د مقدسې دفاع د پړاؤ له تر ټولو سختو او پېچلو طبي کارونو څخه یو ترسره کړ. کله چې څو کاله وروسته د دغه عملیاتو ویډیو بهرنیو هېوادونو ته ورسېده، هغوی د دغه ډاکټر په زړورتیا او مسلکي مهارت ډیر حیران شول.
هو، په مقدسې دفاع کې د ډاکټر تابش په څېر ډېر داسې ډاکټران وو چې په تر ټولو سختو شرایطو کې د مبارزانو ترڅنګ ودرېدل او د ټپیانو د ژغورلو لپاره ئې له هېڅ ډول خدمت څخه ډډه ونه کړه.
ځوان دیني محصلین او روحانیون هم په جبهې کې د حاضرو ځوانانو یوه بله برخه وه. د جنګ او نظامي مبارزې ترڅنګ، په جبهې کې د هغوی تر ټولو مهم رول دیني او کلتوري فعالیتونه وو؛ په جماعت سره د لمانځه ادا کول، شرعي پوښتنو ته ځواب ویل، د مذهبي مراسمو جوړول او له مبارزانو سره معنوي ملتیا.
د جبهې کلتور، چې له مذهبي مفاهیمو سره ډېر ټینګ تړاو یې درلود، د دیني محصلینو په شتون سره ئې لا ډېر دیني رنګ او بوی خپل کړ. هغوی نه یوازې په عبادتي مراسمو او ویناوو کې فعال وو، بلکې ډېرو دیني محصلینو د خلکو د مرستو په ټولولو او جبهې ته د هغو په رسولو کې هم ونډه لرله.
په جنګ کې داسې روحانیون هم وو چې د غونډ له قوماندانۍ څخه رانیولې تر کوچنیو پوځي ډلو پورې یې بېلابېل مسئولیتونه ترسره کول. له هغوی څخه یو شهید ردانيپور و؛ هغه د فتح غونډ قوماندان او د امام حسین (ع) څوارلسمې لِوا د بنسټکېښودنې له اغېزشیندونکو کسانو څخه و، چې د جنګ په بېلابېلو پړاوونو کې یې مهم رول ادا کړ.
حجتالاسلام بشردوست هم په یوه پړاو کې د کربلا قرارګاه قوماندان و، چې د څو لِواوو قومانده یې پر غاړه لرله.
شهید حاج محمود کاوه، چې د هغه د زړورتیا ډېرې خبرې شوې دي، په حقیقت کې یو دیني محصل و. همدارنګه شهید غلامرضا صالحي، چې په تهران کې د محمد رسولالله (ص) ۲۷ لَوا مرستیال قوماندان و، له روحانیونو څخه و.
هو، ځوانان د مقدسې دفاع ځلانده ملغلرې دي؛ هماغه ځوانان چې په سجدو کې به ئې اوښکې تویولې او په مینه به ئې له خدای سره راز او نیاز کاوه.
هغه ځوانان چې ورځ به ئې د مرمیو او اور په شور کې تېروله، خو د شپې په چوپتیا کې به ئې له خدای سره خلوت، د شپې لمونځ او مناجات د ځان جوړونې تر ټولو غوره لاره ګڼله.
د سنګرونو په چوپتیا کې به یوه کس قرآن لوست، بل به په ارامۍ د لمانځه لپاره درېده او بل به بیا د خپلو هم رزمانو له سترګو لیرې خپلې اوښکې، د پرښتو وزرونو ته سپارلې.
د خدای د لارې د مجاهدینو لپاره عبادت هغه پناهځای ؤ چې زړونه ئې پیاوړي کول او د دفاع لپاره ئې ارادې لا ټینګې کولې.
کله چې به د عملیاتو شپه راورسېده او هېچا به د خپل سبا په اړه معلومات نه لرل، د دغو ځوانانو پاک زړونه به لا ډېر د دعا او مناجاتو رنګ خپل کړ.
د اوښکو او مینې په منځ کې به ئې له یو بل څخه د بخښنې غوښتنه کوله، د یو بل حقوق به ئې بخښل او له بار څخه په سپَکو زړونو سره به د جنګ ډګر ته روانېدل.
کېدای شي همدا روحیه وه چې اته کلنه دفاع ئې له یوې پوځي مقابلې څخه ورهاخوا کړه او د ایران په تاریخي حافظې کې یې په یوې تلپاتې تجروبې بدله کړه؛ هغه ځوان نسل چې ایمان، مسئولیت منل او ایثار ئې د ژوند په تر ټولو سخت ډګر کې معنا کړل او خپله تجروبه یې له ځان وروسته نسلونو ته د یادګار په توګه پرېښودله.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغې لړۍ د اوسني مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالی او سوکاله ژوند ولرئ.
ژباړن!(سیماب)
***************************************************