په فرانسه کې د اعتراضونو دوام او د پولیسو تاوتریخوالی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179958-په_فرانسه_کې_د_اعتراضونو_دوام_او_د_پولیسو_تاوتریخوالی
پارس ټوډې – په فرانسه کې د لېسو د زده‌کوونکو اعتراضونه لا هم دوام لري. د ښوونکو، کارګرانو او محصلانو بېلابېلو ډلو او ان ځینو سیاسي څېرو هم د دغو اعتراضونو ملاتړ کړی دی.
(last modified 2026-10-14T09:36:18+00:00 )
Oct 14, 2026 14:04 Asia/Kabul
  • په فرانسه کې د اعتراضونو دوام او د پولیسو تاوتریخوالی

پارس ټوډې – په فرانسه کې د لېسو د زده‌کوونکو اعتراضونه لا هم دوام لري. د ښوونکو، کارګرانو او محصلانو بېلابېلو ډلو او ان ځینو سیاسي څېرو هم د دغو اعتراضونو ملاتړ کړی دی.

پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د لېسو زده‌کوونکي د سې شنبې په ورځ د خپلو اعتراضونو په درېیمه اوونۍ کې یو ځل بیا سړکونو ته راووتل.

 د فرانسې په لویو ښارونو کې پراخ اعتراضونه د تېرو ورځو په څېر دا ځل هم د پولیسو له تاوتریخوالي او نښتو سره مل وو.

د فرانسې د محصلانو او زده‌کوونکو د اتحادیو د ګډ ائتلاف د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۸۰ زره کسانو په لاریونونو کې ګډون کړی و؛ خو د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د لاریونوالو شمېر ۱۶۱ زره او ۵۰۰ تنه و.

 د پولیسو په وینا، په پاریس کې هم ۴۱ زره او ۵۰۰ کسان په دوو جلا لاریونونو کې سړکونو ته راووتل.

له اعتراض کوونکو سره د پولیسو تاوتریخجن چلند، چې ډېری یې تر قانوني عمر کم کسان دي، لا هم د نړیوالې اندېښنې او غبرګونونو لامل کېږي.

په همدې حال کې، د فرانسې ورځپاڼې «لو فیګارو» د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې یوازې د فرانسې په جنوب کې نږدې زر کسان نیول شوي دي.

 د نیول شویو ډېری کسان تر قانوني عمر کم دي او دا نیول کېدل د هغوی لومړنۍ قضایي دوسیه ګڼل کېږي.

خو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم وویل د سپټمبر له ۱۸مې (د وږي له ۲۷مې) راهیسې د لېسو د زده‌کوونکو د اعتراضونو له پیل راهیسې،  نږدې ۹۰۰ پولیس او ژاندارم، تر ۲۰۰ ډېر زده‌کوونکي او د پوهنې وزارت ۱۴۷ کارکوونکي ټپیان شوي دي.