د برېټانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179942-د_برېټانیا_سفیر_د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزارت_ته_احضار_شو
پارس ټوډې – په تهران کې د برېټانیا سفیر هوګو شورټر، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وزیر مرستیال او د لوېدیځې اروپا د څانګې د عمومي مدیر علیرضا یوسفي له خوا احضار کړی شو.
(last modified 2026-10-14T06:30:25+00:00 )
Oct 14, 2026 10:59 Asia/Kabul
  • د برېټانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو

پارس ټوډې – په تهران کې د برېټانیا سفیر هوګو شورټر، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وزیر مرستیال او د لوېدیځې اروپا د څانګې د عمومي مدیر علیرضا یوسفي له خوا احضار کړی شو.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د برېټانیا د سفیر د احضارولو پر مهال، د فیرفورډ پوځي اډې د پېښې په اړه په  ایران باندې  د برېټانیا د لوړپوړو چارواکو بې‌بنسټه تورونو په غبرګون کې، د دغه هېواد سفیر هوګو شورټر د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال   د تلې په ۲۱مه یعني  د سې‌شنبې په ورځ احضار کړ او هغه ته یې د ایران پر ضد  د برېټانیا د غیرمسوولانه او زیانمن چلند په اړه د ایران د  اسلامي جمهوریت سخت اعتراض ورساوه.

علیرضا یوسفي د ایران پرضد د برېټانیا د حکومت بې‌بنسټه تورونه په بشپړه توګه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د بریتانیا چارواکي نه شي کولای د ایران پر ضد د بې‌بنسټه تورونو په لګولو او د مسوولیت  په اچولو  سره، د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو د پوځي تېري په برخه کې د خپلې ونډې او همدارنګه د ایران ضد ترهګرو ډلو او عناصرو د اوږدمهاله مېشتولو له امله له خپل نړیوال مسوولیت او حساب ورکولو څخه ځان خلاص کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اروپا د څانګې عمومي مدیر د ایران ضد تبلیغاتي کمپاین په چوکاټ کې د برېټانیا غیرمسوولانه اقدامات وغندل او ویې ویل چې دا ټول اقدامات د برېټانیا د حکومت له نړیوالو حقوقي ژمنو سره په ټکر کې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د برېټانیا حکومت باید د فیرفورډ په پوځي اډه کې د ادعا شوې پېښې په تړاو، پر ایران د خپلو تورونو اسناد او شواهد ژر تر ژره وړاندې کړي.

 که داسې ونه کړي، اسلامي جمهوریت به په جدي توګه په دوه‌اړخیزو اړیکو کې بیاکتنه وکړي او د دې کار د پایلو مسوولیت به د برېټانیا د حکومت پر غاړه وي.

د برېټانیا سفیر ټینګار وکړ چې د ایران اعتراضونه به د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي.