-
د افغانستان څلورو زونونو کې د خوراکي توکو د کنټرول لابراتوارونه جوړیږي
Mar 29, 2023 12:24د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
-
طالبانو د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو پرېکړه کړې
Mar 29, 2023 12:20د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په ۲۹مه غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د لویو لارو په هر سل کیلو متري کې د مېرمنو او نارینهوو لپاره جوماتونه جوړ کړي.
-
«ترهګري» د افغانستان د صلحې لپاره ترټولو جدي ګواښ دی
Mar 29, 2023 09:44د ملګرو ملتو امنیت شورا د کابل د وروستۍ ځانمرګې حملې په غبرګون کښې، ترهګري په افغانستان او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ترټولو جدي او ستر ګواښ وباله.
-
افغانستان کښې د پولیو ویکسینیشن بیا پيلیږي
Mar 29, 2023 11:15د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) وویل: په پاکستان کښې د پولیو د یو کیس په لیدو سره د افغانستان په ختیځ کښې ماشومانو ته ویکسینیشن دوباره پیلیږي.
-
له ایرانه یوشمیر نور کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
Mar 29, 2023 11:10د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د افغانستاني کډوالو د ستنیدو په دوام کښې ۱ زر ۹ سوه ۶۳ نور کډوال د هرات ولایت د اسلام قلا سرحد له لارې خپل هیواد ته ستانه شول.
-
د نجونو د زده کړې په ضرورت باندې د ټینګار او په کابل کښې د امریکې د سفارت د امنیت د ساتلو په هکله د طالبانو د خارجه وزارت د سیاسي مرستیال څرګندونې
Mar 29, 2023 09:08د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ویلي دي: که امریکا په کابل کښې خپل سفارت خلاص کړي نو د طالبانو حکومت به یې امنیت وساتي او هم داشان د علم ترلاسه کول په هر مسلمان ښځې او سړي فرض دي او مونږ به ورته زمینه برابر کړو
-
افغانستان کښې د انټرنیټ کم سرعت او په آنلاین زده کړو کښې شتونزې
Mar 29, 2023 09:01افغانستان کښې له یوې خوا د انټرنیټ سرعت کمزوری دی او له بلې خوا یې بیې له اسمان سره خبرې کوي چې نجونو ته یې په آنلاین زده کړو کښې ګڼې ستونزې رامینځته کړې دي. په دې اړه له کابله زمونږ د خبریال رپورټ واورئ
-
په افغانستان کې د نجونو زده کړه بنسټیز او د بشري حقونو موضوع ده
Mar 29, 2023 01:46افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی او وایي چې دا د بشري حقونو موضوع ده.
-
د علم دروازې باید د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ ونه تړل شي
Mar 29, 2023 01:34د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي چې د علم دروازې باید د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ ونه تړل شي.
-
دافغانستان په سهیل کې د نږدې (۳۱) میلیونو افغانیو په ارزښت یو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
Mar 29, 2023 08:21دفراه ولايت د ټولګټو چارو رياست چارواکوخبر ورکړى چې د ياد ولایت د (بالا بلوک) ولسوالۍ په (نوآباد) سیمه کې د( ۳۰) میلیونه او (۹۰۰) زره افغانیو په لګښت د( ۲ ) کیلو متره په اوږدوالي د استنادي دېوال چارې تکميلي شوې دي.