د افغانستان څلورو زونونو کې د خوراکي توکو د کنټرول لابراتوارونه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130322-د_افغانستان_څلورو_زونونو_کې_د_خوراکي_توکو_د_کنټرول_لابراتوارونه_جوړیږي
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-03-29T07:58:13+00:00 )
Mar 29, 2023 12:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان څلورو زونونو کې د خوراکي توکو د کنټرول لابراتوارونه جوړیږي

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان څلورو زونونو کې د خوراکي توکو د کنټرول لابراتوارونه جوړیږي

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

 دغې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په پام کې لري د هېواد په څلورو زونونو (کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) کې د خوراکي توکو او درملو په نړيوال سټنډرډ سره د کيفيت د کنټرول ستر لابراتوارونه جوړ کړي.

دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې د دومره لویو او معیاري لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کېږي، چې په دغو لابراتوارونه کې به د کیفیت تضمین، فزیکي او کیمیاوي آزموينې، څېړنې او پراختیا، د طبي وسایلو څېړنه او د درملو معاینه شامل وي.

د يادونې وړ ده، چې دغه لابراتوارونه د بې کيفيته، ناقانونه او ناخوندي درملو او خوراکي توکو د پلور، پېر، توليد او واردولو د مخنيوي په موخه جوړېږي.