سیمه کښې د اسرائیلو د جعلي عملیاتو په اړه د عراقچي خبرداری
پارس ټوډې- د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي مصر د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه مهم دوست او شریک په توګه یاد کړ او په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جعلي عملیاتو په اړه یې خبرداری ورکړ.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی بیګا په ایکس پاڼه کښې ولیکل: مصر په سیمه کښې د ایران یو مهم دوست او شریک دی او د مصر امنیت زمونږ لپاره د تر ټولو لوړې درجې اهمیت لري.
عراقچي ټینګار وکړ: مونږ ټول باید د اسرائیلو د دسیسو او د جعلي عملیاتو په وړاندې چې د سیمې د سولې د کمزوري کولو په هدف سره پلان شوي دي هوښیار ووسو.
هغه وویل دغه ښکاره ګواښ، ګډ او د مسلمانانو له پیوستون څخه ویرونکی دی.
په عین حال کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم د مصر په «دمیاط» بندر کښې په دوو کشتیو باندې د بې پایلوټه الوتکې د برید په اړه له دغه پیښې سره د ایران د ارتباط د احتمال په اړه د ځینو لویدیځو رسنیو د ګونګوسو په ردولو سره وویل: د مصر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په احترام کولو کښې د ایران اصولي سیاست ټولو ته روښانه دی او د ایران اسلامي جمهوریت په صراحت سره په دغو پیښو کښې هر ډول لاس لرل ردوي.