عراق په عربستان د بریدونو په اړه د ثبوت غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق حکومت شکایت کړی چې د امریکا او د سعودي عربستان تیري په سعودي عربستان باندې د حملې په اړه د تحقیقاتو د ترسره کولو په هڅې کښې خنډ رامینځته کړی.
د عراق د وسله والو ځواکونو د مشر ویاند وویل چې مونږ د عراق له خاورې څخه په سعودي عربستان باندې د بریدونو د ترسره کیدا په هکله ثبوت او مدرک غواړو.
هغه وویل امنیتي چارواکي په یوه پلان باندې کار کوي چې د حملو مخه ونیسي او د عراق واکمنۍ وساتي.
د ویلو ده چې امریکا او سعودي عربستان له کوم ثبوت او مدرک پرته د عراق په ځینو سیمو کښې د ولسي ځواک حشد الشعبي په مرکزونو باندې ظالمانه بریدونو سره شل بې ګناه کسان شهیدا کړي او دیرش نور یې ژوبل کړي هم دي.
امریکا او سعودي عربستان د اسرائیلو نږدې ملګري او په فارس خلیج سیمه کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو اصلي سرچینې دي.