خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.
سیدروحالله حسيني دا څرګندونې په کابل کې د خوشنویسۍ په لومړنۍ ناستې کې کړې دي. په دغې غونډې کې چې د ایران سفارت د فرهنګي استازولۍ له لوري جوړه شوې وه، د خطاطۍ یو شمېر استادانو، هنرمندانو، فرهنګي شخصیتونو او د دې هنر مینه والو ګډون کړی و
حسيني وویل، خطاطي یوازې یو هنري اثر نه دی، بلکې له کلمې، معنا او ښکلا سره تړلی هنر دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې له قرآن کریم، ادب، عرفان او اسلامي فرهنګ سره ژورې اړیکې لرلې دي.
نوموړي افغانستان د اسلامي تمدن او فرهنګ په تاریخ کې مهم ځای وباله او ویې ویل، هرات، بلخ، غزني او کابل په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د علم، ادب، هنر او خوشنویسۍ له مهمو مرکزونو څخه وو. د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ګډ تاریخي، ادبي او دیني شالید کولای شي د هنرمندانو ترمنځ د متقابلې پېژندنې او فرهنګي همکاریو زمینه برابره کړي.
د ایران فرهنګي مسوول په افغانستان کې د خطاطۍ د استادانو، مخکښو هنرمندانو او ځوانو استعدادونو پر ملاتړ هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې ظرفیتونو پېژندنه او ځوان نسل ته د استادانو د پوهې او تجروبې لېږد د دغه هنر د ساتنې او دوام لپاره مهم دی.
د ایران فرهنګي مسوول همداراز د ګډو نندارتونونو، روزنیزو ورکشاپونو او تخصصي ناستو له لارې د دواړو هېوادونو د هنرمندانو ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
حسيني زیاته کړه، د ایران او افغانستان فرهنګي اړیکې باید یوازې تر مناسبتونو محدودې نه وي، بلکې د هنرمندانو، استادانو، پوهنتونونو، هنري ټولنو او فرهنګي مرکزونو ترمنځ په دوامدارو همکاریو بدلې شي
په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال رالیږلی راپور هم په ګډه سره آورو .