پر کونړ او پکتیکا د پاکستان بریدونه «جنګي جنایت» دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178496-پر_کونړ_او_پکتیکا_د_پاکستان_بریدونه_جنګي_جنایت_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان پوځي بریدونه غندلي او دا کار یې د «جنګي جنایت» تکرار بللی دی.
(last modified 2026-09-21T11:38:01+00:00 )
Sep 21, 2026 11:19 Asia/Kabul
  •  پر کونړ او پکتیکا د پاکستان بریدونه «جنګي جنایت» دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان پوځي بریدونه غندلي او دا کار یې د «جنګي جنایت» تکرار بللی دی.

مجاهد نن پر ایکس پاڼه  لیکلي د پاکستان پوځي مشرتابه په دغه هېواد کې له امنیتي ناکامیو د خلکو د پام اړولو په موخه یو ځل بیا برید کړی دی.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې دا بریدونه «بې‌ځوابه نه پاتې کېږي».

پاکستان د دوشنبې سهار وختي پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل.

د دغو بریدونو له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې بریدونه د وسله والو مخالفانو پر مشکوکو اهدافو شوي چې ۲۸ تنه په کې وژل شوي دي.