اسرائیل د لبنان له خاورې د وتلو اراده نلري
Jul 31, 2026 13:59 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلمان مشر «نبیه بري» ټینګار وکړ صهیونیسټ رژيم د لبنان له خاورې د عملي وتلو لپاره هیڅ اراده نلري.
نبیه بري د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره خپلې کتنې ته په اشارې سره وویل له ولسمشر سره کتنه یوازې د دغه مسلې د توضیح لپاره وشوه او ټولې نښې نښانې ښودنه کوي چې د اسرائیلو رژيم له انتخابو څخه مخکې د لبنان له خاورې د شاتګ کولو لپاره هیڅ هوډ نلري.
هغه وویل دغه موافقه مړه زیږیدلې ده او نور څوک د هغې په اړه خبره نه کوي او اسرائیلو موافقې ته په نه پاې بندۍ کولو سره هغه خاورو ته وسپارله.
د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري وویل د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو د نسکوریدا له جدي خطر سره مخامخ دی.
ټیګونه