په اسلام اباد کښې سختې امنیتي تابیاوې نیول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i178498-په_اسلام_اباد_کښې_سختې_امنیتي_تابیاوې_نیول_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ستر لاریون د ترسره کولو خبر ورکړی او د حکومت نورو مخالفو سیاسي ګوندونو هم د اعتراضیه لاریونونو د ترسره کولو خبره کړې ده.
(last modified 2026-09-21T07:22:17+00:00 )
Sep 21, 2026 11:46 Asia/Kabul
  • په اسلام اباد کښې سختې امنیتي تابیاوې نیول کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ستر لاریون د ترسره کولو خبر ورکړی او د حکومت نورو مخالفو سیاسي ګوندونو هم د اعتراضیه لاریونونو د ترسره کولو خبره کړې ده.

د پاکستان څه د پاسه دوه ویشت زره امنیتي ځواکونه چې مشرۍ به یې د پولیسو اته لوړرتبه افسران یعني ډي ایي جیز کوي په پلازمینې اسلام اباد کښې دیره شي او دیرش زره امنیتي ځواکونه به په «اټک» سیمه کښې چې خیبر پښتونخوا صوبه له پنجاب صوبې سره نښلوي دیره کړي.

اټک سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه په ورتلو دي چې له ځايي پولیسو سره مرسته وکړي.

د پنډۍ ښار پولیسو د نهو زرو امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې ده چې د لاریونونو په و خت د امنیت د تضمینولو لپاره له ځايي پولیسو سره مرسته وکړي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند، «کسان اتحاد× او تحریک انصاف ګوند راتلونکې اونۍ په اسلام اباد کښې د سترو لاریونونو او د پرلتۍ د وهلو خبر ورکړی دی.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په پیټرولو باندې د ټیکسونو د لګولو پرضد په اسلام اباد کښې د ستر لاریون غوښتنه کړې ده.

دغه راز تحریک انصاف ګوند د سپټمبر د میاشتې په اوویشتمه  نیټه د خپل ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشي کولو لپاره په اسلام اباد کښې د ستر لاریون د ترسره کولو خبر ورکړی.

د پاکستان کسان اتحاد ګوند د کروندګرو لپاره د اسانتیا غوښتنه کوي او په اسلام اباد کښې د لاریون د ترسره کولو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان په اسلام اباد او پنډۍ ښارونو کښې د لوریو لارو په خوا او پرانیستي فضا کښې  ګڼ شمیر ستر کانټیرونه کیښودل شوي دي چې د لاریون کونکو مخه ونیسي.