جهانشاهي:د ایران سرحدي ځواکونه له ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178494-جهانشاهي_د_ایران_سرحدي_ځواکونه_له_ګواښونو_سره_مقابلې_ته_چمتو_دي
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال «علي جهانشاهي » وویل د پوځ سرحدي ځواکونو په بیلابیلو سرحدونو کښې په دیره کیدا او پرله پسې چمتووالي سره ځانونه له هرډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او د امنیت د ساتلو لپاره چمتو کړي دي.
(last modified 2026-09-21T06:38:40+00:00 )
Sep 21, 2026 11:06 Asia/Kabul
  • جهانشاهي:د ایران سرحدي ځواکونه له ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دي

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال «علي جهانشاهي » وویل د پوځ سرحدي ځواکونو په بیلابیلو سرحدونو کښې په دیره کیدا او پرله پسې چمتووالي سره ځانونه له هرډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او د امنیت د ساتلو لپاره چمتو کړي دي.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال «علي جهانشاهي» وویل سرحدي ځواکونه هغو ګواښونو ته په پام سره چې له دې مخکې احساسیدل، د روژې د میاشتې  له تپلي جنګ ځخه مخکې د ایران په بیلابیلو سیمو کښې دیره شوي دي.

هغه زیاته کړه: د ایران د پوځ د ځمکني ځواک اکثره پوځیان په شمال لویدیځ، لویدیځ جنوب،  لویدیځ، ختیځ، شمال ختیځ، جنوب ختیځ او په تیره بیا په مکران سواحلو کښې دیره دي او هغوې ډیر ښه چمتووالی لري.

برید جنرال جهانشاهي زیاته کړه:نن سبا د ایران د پوځ د ځمکني ځواک پوځیان په سرحدونو کښې اغیز شیندونکی شتون او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره ضروري چمتووالی لري او په سرحدونو کښې همدغه شتون د دفاع د رامینځته کیدا سبب شوې ده.

هغه یادونه وکړه:د ایران د اسلامي جمهوریت په سرحدونو کښې د ځمکني ځواک د عسکرو قدرتمن شتون سبب شوی دی دښمن جرات ونکړي د ایران په سرحدونو کښې کوم عملیات یا حمله وکړي.