په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستي ضد عملیات
Sep 20, 2026 14:14 Asia/Kabul
پارس ټوډی- خبري سرچینو په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستي ضد عملیاتو او د صهیونیستانو پر لور د ډزو خبر ورکړی دی.
د ایرنا په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم ۱۲مې شبکې اعلان کړی چې د لوېدیځې غاړې د رامالله په شاوخوا کې د «نوف تسوف» ښارګوټي ته نږدې ډزې شوې او یو صهیونیست سخت ټپي شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د دې عملیاتو ترسره کوونکي له خپل موټر څخه عملیات ترسره کړي او تښتېدلی دی.
د صهیونیستي رژیم پوځ ویلي چې خپل ځواکونه یې د پېښې ځای ته استولي دي.
اسرائیل هیوم اعلان کړی چې په دې عملیاتو کې څو صهیونیستان ټپیان شوي دي.
تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
ټیګونه