-
طالبان د معدنونو په برخه کښې د جاپان پانګونه غواړي
Feb 24, 2023 00:42صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د موقته حکومت د کابینې مرستیال په کابل کښې د جاپان له سفیر سره په کتنه کښې د افغانستان د معدنونو په برخه کښې د ټوکیو د پانګونې غوښتنه وکړه.
-
اقتصادي بایکاټ د افغانستان ولس له چیلنج سره مخ کړی
Feb 24, 2023 00:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د اوبو د وزیر مرستیال مجیب الرحمان ټینګار وکړ د اقلیم بدلون په دغه هیواد کښې اوبو ته لاسرسی او مدیریت سخت کړی او د هیواد په خلکو اقتصادي بایکاټونو هغوې د اوبو په حوزره کښې له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.
-
کابل ښار کې چاودنې د طالبانو يو قوماندان ووژلی
Feb 23, 2023 12:57د افغانستان پلازمینه کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور غړي ټپیان دي.
-
جوزجان کې یوه ۱۹ کلن ځوان ځان ځړولی
Feb 23, 2023 12:48جوزجان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې يوه ۱۹ کلن ځوان خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.
-
پاکستان د تورخم دروازه بېرته تړلې
Feb 23, 2023 12:38د طالبانو د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د طالبانو له لوري د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته پاکستاني لوري ياده دروازه بېرته تړلې ده.
-
په سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۵۰ میلیون ډالرو د ګټې خبر ورکړل شو
Feb 23, 2023 12:34په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق غړی انورالحق احدي وايي چې د دغه صندوق له جوړېدو راهیسې د افغانستان شتمنۍ تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې ګټه کړې ده.
-
مسؤلین وایي، راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به ټول افغانستان کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیل شي.
Feb 23, 2023 12:30د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مسؤلین وایي، د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ یو ځل بیا پیل شي.
-
د تورخم د لارې د خلاصېدو په هکله ضد او نقیض راپورونه
Feb 23, 2023 10:01د طالبانو چارواکي د تورخم پولې د خلاصېدو خبر ورکوي خو په ننګرهار یو نیم ځایي سرچیني وایي چي لاره لا هم بنده ده او د پاکستان پوله ساتې ځواکونه د تګ او راتګ مخنیوی کوي..
-
جاپان په افغانستان کې د جینکو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه
Feb 23, 2023 09:54په افغانستان کې د جاپان سفیر د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې په نوي تعلیمي کال کې د جینکو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه.
-
خوست کې په دریو جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي
Feb 23, 2023 12:51د خوست ولایت په تڼیو، دوه منده او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د درې جلا پېښو پر مهال درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.