د تورخم د لارې د خلاصېدو په هکله ضد او نقیض راپورونه
د طالبانو چارواکي د تورخم پولې د خلاصېدو خبر ورکوي خو په ننګرهار یو نیم ځایي سرچیني وایي چي لاره لا هم بنده ده او د پاکستان پوله ساتې ځواکونه د تګ او راتګ مخنیوی کوي..
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې په ننګرهار کې ځایي مسوولین وایي چې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وویل چې دغه لاره نن د کب په څلورمه سهار نه بجې د پاکستاني او طالب چارواکو له خوا پرانستل شوې د ه.
خو په ننګرهار کې یو نیم سرچیني ویلي چي لاره لا خلاصه شوې نه ده او د پاکستان پوله ساتي ځواکونه د خلګو په تګ راتګ بندیز لګولي دي.
د تورخم لاره درې ورځې مخکې د طالبانو له خوا بنده شوې وه او ورپسې د دغه ډلې او پاکستاني ځواکونو تر مینځ د وسلوالې نښتې خبر راغلی و.
د ویلو ده چې دغه لاره افغانستان ته د پاکستان د پوځي اطلاعات د مشر او د فاع وزیر له سفره یوه ورځ پس پرانستل شوې ده.
د خبر پای/.