افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178210-افغانستان_ته_د_بهرنیو_سیلانیانو_په_ورتګ_کې_۳۰_سلنه_زیاتوالی_راغلی
افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ بهیر د تېر په پرتله زیات شوی؛ د امارتي شرکتونو ویاند وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
(last modified 2026-09-16T10:33:29+00:00 )
Sep 16, 2026 14:58 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ بهیر د تېر په پرتله زیات شوی؛ د امارتي شرکتونو ویاند وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د امارتي شرکتونو ویاند محمدنبي بهار وايي، د تېرو شپږو مياشتو په موده کې ۲ زره او ۴۴ بهرنیو سیلانیانو ته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سفرونو لپاره رسمي مکتوبونه ورکړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د شاوخوا ۹۰۰ بهرنیو سیلانیانو د ویزو د تمدید او له هېواده د وتلو اړوندې چارې هم ترسره شوې دي.

بهار زیاتوي، هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ۳۰ سلنه زیات شوی او تمه ده چې دغه شمېر په راتلونکې کې لا هم لوړ شي.

د افغانستان تاریخي او فرهنګي سیمې، طبیعي ښکلاوې، بېلابېل کلتورونه او غرنیز جوړښت؛ هغه ځانګړنې دي چې بهرني سیلانیان يې اړ کړي چې ياد هېواد ته سفر وکړي.

کارپوهان وايي، د سیلانیانو د شمېر زیاتوالی، که دوام وکړي، کولی شي د ګرځندوی ترڅنګ د هوټلدارۍ، ترانسپورټ، لاسي صنایعو او نورو اړوندو برخو د فعالیتونو پر پراختیا هم اغېز ولري.