؛ماته غوږ شئ؛ (20)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ماته غوږ شئ نومې لړۍ په دوهمې مرحلې کې له شلم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه نننی مطلب کې ګرځو د عراق په بیلابیلو سیمو کې د امریکائي پوځیانو د جنایتونو اوڅاره وحشیتوب ته ، نو ګلونو آوردیونکو له دې مخکې مو دعراق د حالاتو په باب څلور مطلبونه ستاسو په خدمت کې وړاندې کړي دي، نو او س هم د هغو مطلبونو په دوام کې له پنځمې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو.
د تهران د پښتو خپرونې قدرمنو ګلانو؛ په دغې برخې کې د هغو عراقیانو د کړاؤنو تراخې پيښې وړاندې کوو،چې کلونه ئې د امریکا له خوا د جنګ ،نیواک او پوځي لاسوهنو تر سیوري لاندې له مرګ، ناامنۍ، بېځایه کېدو او د هغه پړاؤ له پاتې ژورو ټپونو سره ئې ژوند کړی دی.
کله ناکله د یوه جنګ د درک کولو لپاره باید یوازې د هغه د پیل له هماغې لومړنیو شېبو تېر نه شو، بلکې هغو کلونو ته هم وکتل شي چې د جنګ پای ته له رسېدو وروسته ئې اغېزې د خلکو پر ژوند پاتې کېږي. ځکه جنګ جګړې یوازې د چاودنو په غږ او د پوځونو په خوځښت نه پېژندل کېږي؛ بلکې د هغو انسانانو په خاطرو کې هم پېژندل کېږي چې اړ کېږي کلونه د هغو له پایلو سره ژوند وکړي.
عراق د اوسمهاله تاریخ یوه مهمه بیلګه ده ؛ هغه هېواد چې په تېرو څو لسیزو کې څو ځله د جنګ ، بندیزونو، نیواک او بهرنیو لاسوهنو ډګر پاتې شوی دی. دا هغه ټاټوبی دی چې د لرغوني تمدن لرونکی دی، خو د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې یو ځل بیا په مینځني ختیځ کې د امریکا د یوه له سترو پوځي عملیاتو پر ډګر بدل شو.
په ۲۰۰۳ کال کې، د امریکا او د هغې متحدینو د ډلهییزې وژنې د وسلو د شتون، د نړیوال امنیت پر وړاندې د ګواښ او په عراق کې د سیاسي بدلون د اړتیا په اړه د ادعاوو په مطرح کولو سره پر دغه هېواد پوځي برید پیل کړ. خو د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو وروسته هغه څه چې پېښ شول، د لومړنیو ژمنو په پرتله یو بل انځور وړاندې کړ. هغه د ډلهییزې وژنې وسلې چې د جنګ د پیل له اصلي اعلان شوو لاملونو څخه یوه وه، هېڅکله پیدا نه شوه؛ خو د دغه جنګ پایلې د عراق د خلکو لپاره رښتینې او محسوسې وې.
هغه هېواد چې د امریکائي چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه د امنیت او ثبات یوه نوي پړاؤ ته داخل شي، د اوږدې مودې له ناامنۍ، تاوتریخوالي، بېثباتۍ او ټولنیزو بحرانونو سره مخ شو. د عراق د ډېرو خلکو لپاره جنګ په خبرونو کې یوه سیاسي پېښه نه وه؛ بلکې د هغوي د ورځني ژوند یوه برخه وه. دا هغه تجروبه وه چې په ویجاړو کورونو، د خپلو عزیزانو په غم ځپلو کورنیو، په هغو ماشومانو کې چې له وېرې سره لوي شول، او په هغو انسانانو کې ئې معنا موندله چې اړ شول خپل ټاټوبی پرېږدي.
د رسمي راپورونو او سیاسي شننو ترمینځ، کله ناکله د عادي خلکو غږ لږ اورېدل کېږي؛ د هغو خلکو چې نه ئې د جنګ د پیل په پرېکړې کې رول درلود او نه ئې د سترو قدرتونو په سیالیو کې ونډه لرله، خو تر ټولو دروند لګښت ئې پرې کړی. په عراق کې د امریکا پوځي شتون یوازې د دغه هیواد د سیاسي جوړښت تر بدلون پورې محدود نه و؛ بلکې د عراق پر ټولنې ئې ژورې اغېزې پرېښودې.
د امنیتي جوړښتونو د یوې برخې ړنګېدل، د کورنیو شخړو زیاتېدل، د وسلهوالو ډلو رامنځته کېدل او د ناامنۍ پراخېدل، دغه هېواد د یوې نوي لارې پر لور وکاږه. له ۲۰۰۳ کال وروسته په کلونو کې د ابو غریب، فلوجه او ګڼو نورو سیمو نومونه د یوې له کړکېچه ډک پړاؤ په سمبولونو بدل شول؛ هغه پړاؤ چې په ترڅ کې ئې ډېر ملکي وګړي د داسې شرایطو قرباني شول چې دوي ئې په رامنځته کېدو کې هېڅ رول نه درلود.
خو د هرې شمېرې تر شا یو انسان ولاړ دی. د هر وژل شوي عام وګړي تر شا یوه کورنۍ ده چې خپل قدرمن ئې له لاسه ورکړی؛ د هر بېځایه شوي کس تر شا یو کور دی چې خاطرې ئې پاتې دي؛ او د هر جنګ ځپلي ماشوم تر شا داسې راتلونکی دی چې ښائي هېڅکله ئې د جوړېدو فرصت نه وي موندلی.
د جنګ تاریخ معمولاً د حکومتونو، قوماندانانو او سیاستوالو له خولې روایت کېږي؛ خو د حقیقت د بشپړ درک لپاره باید هغو کسانو ته ورشو چې جنګ یې په خپل ژوند کې تجروبه کړی دی.
قدردانو دوستانو ؛ «ما ته غوږ شئ نومې لړئ په دغې اوسنۍ برخې کې یو ځل بیا عراق ته ستنېږو؛ خو دې ځل نه د سیاسي مېزونو تر شا د جنګ د روایت لپاره، بلکې د هغو خلکو د کیسو د آورېدو لپاره چې د سترو قدرتونو د پرېکړو ترمنځ یې ژوند بدل شو. دا د هغې پوځي لاسوهنې روایت دی چې د امنیت او آزادۍ په ژمنې سره پیل شوه، خو د عراق د ډېرو خلکو لپاره له کلونو کړاو، ویجاړۍ او د بیا آرامښت د موندلو له هڅو سره مل وه.
دوستانو ، «املیان»، هغه عراقۍ ښځه چې د خپل هېواد له نیواک وروسته یې د امریکا د برید د کلونو له پایلو سره ژوند کړی، پر عراقي ماشومانو د دغو بدلونونو د اغېزو په اړه وايي: کله چې په ۲۰۰۳ کال کې جنګ پیل شو ، د عراق ډېرو خلکو فکر کاوه چې ښائي دا وضعیت لنډمهاله وي او ژوند به بېرته عادي حالت ته وګرځي. خو هغه څه چې پېښ شول، د ناامنۍ او وېرې اوږده کلونه وو. په دې منځو میان کې ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شول؛ ځکه هغوی نه پوهېدل چې ولې باید د هغو پرېکړو تاوان ورکړي چې دوي پکې هېڅ ونډه نه لرله.
هغه زیاتوي: د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو وروسته، ډېر هغه جوړښتونه چې د خلکو ژوند ئې اداره کاوه، له ګډوډۍ او ړنګېدو سره مخ شول. ناامني پراخه شوه، کورنۍ شخړې رامنځته شوې او ګڼو کورنیو خپل قدرمن له لاسه ورکړل. په داسې شرایطو کې، ماشومان لومړني کسان وو چې راتلونکی ئې تر اغېز لاندې ورغی.
املیان بیا وايي: هغه ماشوم چې خپل پلار په جنګ کې له لاسه ورکوي، یوازې د کورنۍ یو غړی نه له لاسه ورکوي؛ بلکې خپل امنیت، آرامښت او د خپل راتلونکي یوه برخه هم له لاسه ورکوي. ډېر عراقي ماشومان د جګړې له کلونو وروسته د چاودنو، بېځایه کېدو او وېرې له خاطرو سره لوي شول.
میرمن ام لیان بیا زیاتوي: د ملګرو ملتو او یونیسف راپورونه ښئي چې په عراق کې د لسیزو جنګ جګړو او شخړو د ماشومانو پر ژوند ژوره اغېزه کړې ده. جنګونه، تاوتریخوالي او بېځایه کېدل د دې لامل شول چې ډېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې شي، له خپلو کورنیو جلا شي او یا له جسمي او نفسیاتي تاوانو نو سره مخ شي.
له جنګ وروسته یوازې ودانۍ نه وې چې زیانمنې شوې؛ ښوونځي، روغتونونه او ډېر عامه خدمات هم تر اغېز لاندې ورغلل. کله چې یو هېواد کلونه له جنګ جګړو او ناامنۍ سره لاس او ګرېوان وي، ماشومان لومړی نسل وي چې د دغې جنګ جګړې بّیه په خپل ورځني ژوند کې پرې کوي.
املیان وايي: ما داسې ماشومان لیدلي چې ښوونځي ته د تلو پر ځای اړ شول چې د کار په لټه کې شي. داسې ماشومان مې لیدلي چې د لوبو او خوبونو پر ځای، د خوړو د پیدا کولو او د خپلې کورنۍ د امنیت په اړه اندېښمن وو. جنګ هغوی ډېر ژر د لویانو ژوند ته اړ کړل.
کلونه وروسته، کله چې داعش تکفیري ترهه ګره ډله عراق ته ورغله،نو د عراقي ماشومانو کړاو بل ډول شو. هغه ماشومان چې یو ځل یې د جنګ تراخه تجر وبه کړې وه، یو ځل بیا له تاوتریخوالي، بېځایه کېدو او وېرې سره مخ شول. ډېرو یې خپل کورونه او ښوونځي له لاسه ورکړل او د داسې صحنو شاهدان شول چې هېڅ ماشوم ئې باید ونه ویني.
هغه مخکې وائي؛ یونیسف ادارې څو ځله خبرداری ورکړی چې د جنګ اغېزې یوازې د جنګ تر مهال پورې نه پاتې کېږي. حتی له جنګ جګړو وروسته هم هغه ماشومان چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی وي، له نفسیاتي، ښوونیزو او ټولنیزو ستونزو سره مخ وي. د جنګ اغېزې ښايي کلونه د هغوی په ذهنونو او ژوند کې پاتې شي.
په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې د امریکا پوځي لاسوهنه یوازې د دغه هېواد د سیاسي جوړښت په بدلون پورې محدوده نه وه؛ بلکې د بېثباتۍ، تاوتریخوالي او پراخو بشري بحرانونو د یوه ترینګلي پړاؤ پیل ؤ چې اغېزو یې تر کلونه دوام وکړ. د حکومتي او امنیتي جوړښتونو د یوې برخې ړنګېدو، د کورنیو شخړو زیاتېدو او د وسلهوالو ډلو پراخېدو، داسې شرایط رامنځته کړل چې عادي خلکو، په تیره بیا ماشومانو، یې تر ټولو دروند لګښت پرې کړ.
عراقي ماشومان هغه نسل ؤ چې د جنګ، بېځایه کېدو او ناامنۍ په منځ کې لوی شول؛ داسې ماشومان چې ډېرو یې کورنۍ، کور، د زدهکړې فرصت او د امنیت احساس له لاسه ورکړ.
د جنګ جګړو پایلې یوازې د وژل شویو او ټپیانو په شمېرو کې نه خلاصه کېږي؛ بلکې په نفسیاتي زیانونو، بېوزلۍ، له زدهکړو څخه د پاتې کېدو او په هغه راتلونکي کې هم دوام لري چې د دغه نسل د یوې برخې لپاره لا ستونزمن شوی دی.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې او په یوې نوې کیسې سره چې ستاسو خدمت ته حاضریږو، ترهغه مهال مو په نیاؤمن خدای سپارو ،بریالی او سوکاله ژوند ولرئ.
ژباړن!( سیماب)
***************************************************