کارپوهان: د امریکا پوځي حضور سیمه کې کړکېچونه زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178084-کارپوهان_د_امریکا_پوځي_حضور_سیمه_کې_کړکېچونه_زیاتوي
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان او د نظر خاوندان وایي، په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور د سیمې د شخړو او کړکېچونو له مهمو عواملو څخه دی.
(last modified 2026-09-14T09:47:38+00:00 )
Sep 14, 2026 13:11 Asia/Kabul

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان او د نظر خاوندان وایي، په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور د سیمې د شخړو او کړکېچونو له مهمو عواملو څخه دی.

د سیاسي چارو کارپوه عباس حسن‌زاده وایي، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو حضور د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو او د سولې د بهیر د کمزوري کېدو لامل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، تر هغه چې امریکا په سیمه کې خپل فزیکي پوځي حضور ته دوام ورکړي، په سیمه کې به شخړې او کشمکشونه هم دوام ولري.

حسن‌زاده همداراز وایي، اټومي وسلې د هېڅ هېواد په ګټه نه دي او د نړۍ په کچه د سیاسي او پوځي کړکېچونو د زیاتېدو لامل ګرځي.

هغه ټینګار کوي چې باید په سیمه کې د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات وشي او وایي، تر هغه چې اسرائیل اټومي وسلې ولري، په سیمه کې د کړکېچونو د دوام احتمال شته.

د نوموړي په خبره، یوازې په یوه جبهه کې د جګړې پای ته رسول په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره بسنه نه کوي، بلکې په غزه، لوېدیځه غاړه، یمن او نورو سیمو کې هم باید جګړې او نښتې پای ته ورسېږي.

حسن‌زاده ټینګار کوي چې امریکا باید له ایران سره خپلو پرېکړو او هوکړو ته ژمنه پاتې شي، څو په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره شي.