په افغانستان کې د ناټو دبیخ بینائيوله جوړیدو سره مخالفت کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179408-په_افغانستان_کې_د_ناټو_دبیخ_بینائيوله_جوړیدو_سره_مخالفت_کوو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې مسکو په افغانستان او مینځنۍ اسیا کې د ناټو د پوځي بیخ بینائيو  له جوړېدو سره مخالفت کوي
(last modified 2026-10-05T10:43:10+00:00 )
Oct 05, 2026 15:10 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ناټو دبیخ بینائيوله جوړیدو سره مخالفت کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې مسکو په افغانستان او مینځنۍ اسیا کې د ناټو د پوځي بیخ بینائيو  له جوړېدو سره مخالفت کوي

د تسنیم خبري اژانس د  راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د  مسکو فارمټ  د اتمې مشورتي غونډې د پرانیستونکي وینا پر مهال وویل، مسکو په افغانستان یا د دغه هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو د هر ډول پوځي بیخ بینائيو له جوړېدو سره،  چې هر نوم او هره پلمه ولري، مخالفت کوي.

لاوروف په دوام کې ټینګار وکړ چې طالبانو د افغانستان پر ټولې خاورې کنټرول ترلاسه کړی او دغه هېواد په بریالیتوب سره اداره کوي. نوموړي همدارنګه وویل چې د تېرو څو لسیزو تجروبو ښودلې ده چې د بهرنیو ځواکونو پوځي شتون  د بې‌ثباتۍ او شخړو د زیاتېدو لامل کیدلی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخې کې د کابل د وړتیاوو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او وې ویل چې په دې برخې کې د مادي، تخنیکي او تخصصي مرستو وړاندې کول د ټولو اړخونو په ګټه دي

هغه د افغانستان بشري وضعیت لا هم ستونزمن وباله او د ملګرو ملتو د شمېرو په استناد ئې وویل چې په راتلونکي ژمي کې به له ۱۷ میلیونو څخه ډېر افغانان د خوړو له کمښت سره مخ شي او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

لاوروف وویل، د افغانستان د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو په کچه ګډو هڅو ته اړتیا ده او روسیه به افغانستان ته د خپلو بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي.