ایا بریکس په نړۍ کې د څو اړخیزتوب مخکښ کېدای شي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178142-ایا_بریکس_په_نړۍ_کې_د_څو_اړخیزتوب_مخکښ_کېدای_شي
پارس ټوډی – د برازیل د بهرنیو چارو وزیر ویلي: بریکس د نویو غړو ادغام او له شریکانو سره د خبرو اترو پیاوړتیا خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
(last modified 2026-09-15T07:19:23+00:00 )
Sep 15, 2026 11:47 Asia/Kabul
  • د برازیل د بهرنیو چارو وزیر
    د برازیل د بهرنیو چارو وزیر

پارس ټوډی – د برازیل د بهرنیو چارو وزیر ویلي: بریکس د نویو غړو ادغام او له شریکانو سره د خبرو اترو پیاوړتیا خپل لومړیتوب ګرځولی دی.

د بریکس غونډه د سپټمبر په ۱۲مه او ۱۳مه په نوي ډیلي کې د ایران په ګډون ترسره شوه.

د بریکس ټلوېزیون په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د برازیل د بهرنیو چارو وزیر «مائورو وییرا» په دې ټینګار سره چې بریکس د ټینګښت پړاو ته د ننوتلو په حال کې دی، وویل: دغه ډله د نویو غړو ادغام او له شریکو هېوادونو سره د خبرو اترو پیاوړتیا خپل لومړیتوب ګرځولی دی.

د برازیل د بهرنیو چارو وزیر په وینا، څو شریکو هېوادونو تر دې مخکې له دې ډلې سره د دایمي غړیتوب لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده، خو د دایمي غړو او شریکانو ترمنځ د اړیکو جوړښت رامنځته کول اوس د بریکس د بنسټیز پرمختګ په برخه کې یو اساسي پړاو دی.

د هغه په باور، په دې پړاو کې د نوي پرمختیايي بانک پیاوړتیا هم شامله ده.

هغه دغه بانک د بریکس له تر ټولو هغو محسوسو وسیلو څخه بللی چې په نړیوالو مالي بنسټونو کې د اصلاحاتو د پرمخ وړلو لپاره کارول کېږي.

په همدې تړاو، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف هم ټینګار کړی چې بریکس کولی شي د نړۍ د اکثریت د ګټو د پرمخ وړلو لپاره یوه وسیله وي.

 

د هغه په وینا، دغه موخه به د شریکو هېوادونو د مشرانو او همدارنګه د هغو یو شمېر هېوادونو د مشرانو د ګډون له لارې ترلاسه شي چې د نړیوال جنوب او ختیځ د سیمه‌ییزو ډلو مشري پر غاړه لري.