صهیونیستانو د لبنان په جنوب کې یو ښوونځی ویجاړ کړ
Sep 15, 2026 11:37 Asia/Kabul
-
د لبنان په جنوب کې د صهیونیستي رژیم برید
پارس ټوډی – خبري سرچینو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب کې د کفر تبنیت په ښارګوټي کې د یوه دولتي ښوونځي ودانۍ د اشغالګر رژیم په برید کې ویجاړه شوې ده.
د صدا او سیما خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډې د راپور له مخې، الجزیرې شبکې راپور ورکړی: صهیونیستي جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کې حنین، قنطار او عین السماحیه سیمې په نښه کړې دي.
د دغه راپور له مخې، د لبنان په جنوب کې د کفر تبنیت په ښارګوټي کې د یوه دولتي ښوونځي ودانۍ د اشغالګر رژیم په برید کې ویجاړه شوې ده.
صهیونیستي جنګي الوتکو د لبنان په حنین ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د موقتي ځواکونو (یونیفل) یوه اډې ته نږدې هم هوايي برید کړی دی.
د خبري سرچینو په وینا، اشغالګرو جنګي الوتکو د منصوري ښارګوټي شاوخوا یوه سیمه هم په نښه کړې ده.
ټیګونه