نیویارک ټایمز: هګست د امریکا د ملي امنیت «ویجاړوونکی غونډسکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177868-نیویارک_ټایمز_هګست_د_امریکا_د_ملي_امنیت_ویجاړوونکی_غونډسکه_ده
پارس ټوډې ـ  نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر ډونالډ ټرمپ او پیت هګست سختې نیوکې کړي او خبرداری ئې ورکړی چې له ایران سره له جنګ وروسته د وسلو د زېرمو کمېدل، د ائتلافونو کمزوري کېدل، له ارام سمندر څخه وتل او د پوځ سیاسي کول، امریکا او لوېدیځ د خپلو سیالانو پر وړاندې لا زیان‌من کړي دي.
(last modified 2026-09-09T01:19:32+00:00 )
Sep 09, 2026 05:47 Asia/Kabul
  • د امریکا د جنګ وزیر پیت هګست
    د امریکا د جنګ وزیر پیت هګست

پارس ټوډې ـ  نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر ډونالډ ټرمپ او پیت هګست سختې نیوکې کړي او خبرداری ئې ورکړی چې له ایران سره له جنګ وروسته د وسلو د زېرمو کمېدل، د ائتلافونو کمزوري کېدل، له ارام سمندر څخه وتل او د پوځ سیاسي کول، امریکا او لوېدیځ د خپلو سیالانو پر وړاندې لا زیان‌من کړي دي.

پارس ټوډې د ایسنا له قوله  راپور ورکړی، نیویارک ټایمز په یوه راپور کې لیکلي: د ډونالډ ټرمپ او د هغه د جنګ د وزیر پیت هګست سیاستونه، چې په ایران باندې د یرغلګر جنګ  له امله د مهماتو له جدي کمښته رانیولې، له ارام سمندره د سمندري بېړیو تر ایستلو پورې ،هغه هم په داسې وخت کې چې له چین سره کړکېچ مخ په زیاتېدو دی ،او همدارنګه د شخصي وفادارانو په ګټه د امریکايي پوځ د قوماندانانو له تصفیې سره یوځای ئې، د امریکا ملي امنیت د «سړې جګړې له پړاؤ  راهیسې تر ټولو خطرناک وضعیت» ته رسولی او د لوېدیځ ائتلافونو د «ویجاړېدو» او د امریکا د دښمنانو د لا زیاتې زړورتیا لامل شوی دی

نیویارک ټایمز د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهم پړاؤ د اوسني حکومت او د هغه د وزیرانو، په ځانګړې توګه د پیت هګست، اوسني وضعیت ته په اشارې سره لیکلي:د دې درک کول ستونزمن دي چې ټرمپ د امریکا ملي امنیت ته څومره زیان رسولی دی. هغه هېواد ئې د سړې جګړې له تر ټولو تورو ورځو راهیسې د بل هر وخت په پرتله لا زیان‌من او بې‌دفاع  کړی دی.»