قالیباف: د تېلود بیې کنټرول نور ممکن نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178126-قالیباف_د_تېلود_بیې_کنټرول_نور_ممکن_نه_دی
پارس‌تودی: د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار کړی چې د امریکا حکومت د بیو د کنټرول لپاره له بېلابېلو وسیلو کار اخیستی، خو دغه ټولې وسیلې نور خپل اغېز له لاسه ورکړی دی.
(last modified 2026-09-15T01:50:21+00:00 )
Sep 15, 2026 06:01 Asia/Kabul
  • قالیباف: د تېلود بیې کنټرول نور ممکن نه دی

پارس‌تودی: د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار کړی چې د امریکا حکومت د بیو د کنټرول لپاره له بېلابېلو وسیلو کار اخیستی، خو دغه ټولې وسیلې نور خپل اغېز له لاسه ورکړی دی.

زمونږ د خبریال  د راپور له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې پر خپله شخصي پاڼه لیکلي:

«د تېلو د بیې کنټرول نور ممکن نه دی. د امریکا حکومت د بیو د کنټرول لپاره له بېلابېلو وسیلو کار اخیستی، خو ټولې یې خپل اغېز له لاسه ورکړی دی.

د دروغو خپرول او د ناسمو روایتونو رامنځته کول، د تېلو په بازار کې مستقیمه، لنډمهاله او مصنوعي لاسوهنه، او همدارنګه د رواني او بیې د ټکان د رامنځته کولو په موخه د ستراتېژیکو زېرمو خوشې کول، هغه وسیلې دي چې امریکا ترې کار اخیستی دی.

چارټونه په څرګنده توګه ښيي چې په راتلونکي کې د تېلو د بیې د لوړېدو بهیر دوام لري او د دې بهیر د درېدلو امکان نشته.

د بازار بله مرحله پیل شوې ده؛ داسې مرحله چې د امریکا حکومت کولای شي داسې وښيي چې ګواکې له رامنځته کېدو یې خبر نه دی.»