د  افغانستان د امارتي شرکتونو  د مشر په تهران کې لیده کاته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178162-د_افغانستان_د_امارتي_شرکتونو_د_مشر_په_تهران_کې_لیده_کاته
 د افغانستان د حکومتي شرکتونو د ادارې مشر  احمدجان بلال، چې د ایران د تیلو  وزارت په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ ايران ته راغلی، په تهران کې ئې د ایران د تیلو  وزارت له مرستیال او د ایران د تیلو  د تصفیې او تیلي محصولاتو د ملي شرکت له عمومي مشر محمدصادق عظیمي‌فر سره لیدلي.
(last modified 2026-09-15T10:18:58+00:00 )
Sep 15, 2026 14:41 Asia/Kabul

 د افغانستان د حکومتي شرکتونو د ادارې مشر  احمدجان بلال، چې د ایران د تیلو  وزارت په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ ايران ته راغلی، په تهران کې ئې د ایران د تیلو  وزارت له مرستیال او د ایران د تیلو  د تصفیې او تیلي محصولاتو د ملي شرکت له عمومي مشر محمدصادق عظیمي‌فر سره لیدلي.

له کابله زمونږ خبریال راپور راکړ، په کابل کې د ايران سفارت په یوې اعلامیې کې ويلي چې په دې ليدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تیلو او تیلي توکو په برخې کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي دي

ایران چې د افغانستان د اړتیا وړ نفتي توکو له مهمو برابرونکو هېوادونو څخه دی، په وروستیو کلونو کې دواړو هېوادونو هڅه کړې چې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان ټینګار کوي، چې، ایران، کولای شي د افغانستان د انرژۍ، صنعت، کرنيزو محصولاتو په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي، د تیلو  په برخه کې د افغانستان او ایران د همکاریو پراختیا کولای شي د افغانستان د انرژۍ د اړتیاوو په پوره کولو او د انتقال د لګښتونو په کمولو کې مهم رول ولري

د اقتصادي چارو بل کارپوه عبدالهادي فرهنګ بیا وايي، چې د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د لا زیاتو پانګونو او ګډو همکاریو زمینه برابره کړي.

 په دې اړه مفصل راپور هم له کابله زمونږ خبریال  رالیږلی چې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږی.