د غزې په شمال کې د حماس د یوه قوماندان شهادت
-
احمد البطش، د حماس له قوماندانانو څخه چې د صهیونیستي رژیم په برید کې شهید شو
پارس ټوډی – خبري سرچینو د غزې ښار په شمال کې د صهیونیستانو په برید کې د عزالدین القسام کنډکونو د یوه قوماندان «احمد البطش» د ترور خبر ورکړی دی.
د صدا او سیما خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د القسام کنډکونو یو قوماندان احمد البطش، چې د حماس غورځنګ پوځي څانګه ده، د سهشنبې په سهار د غزې په شمال کې، د جبالیا په لوېدیځ کې، د «الصفطاوي» په سړک د یوه موټر پر وړاندې د صهیونیستي رژیم په هوايي برید کې شهید شو.
ځینې راپورونه ښيي چې د حماس درې نور غړي هم په دغو بریدونو کې شهیدان شوي دي.
د صهیونیستي رژیم د پوځ بېپیلوټه الوتکو د دوشنبې په سهار هم د غزې ښار په جنوب کې د تلالهوی په سیمه کې د کارفور څلورلارې ته نږدې یو ملکي موټر په نښه کړ چې له امله یې دوه فلسطینیان شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شول.