د امارتي شرکتونو عمومي رئیس ایران ته سفر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178118-د_امارتي_شرکتونو_عمومي_رئیس_ایران_ته_سفر_وکړ
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
(last modified 2026-09-15T09:51:35+00:00 )
Sep 14, 2026 17:09 Asia/Kabul

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.

د یاد ریاست ویاند، محمدنبي بهار وايي، ښاغلی بلال به په ایران کې د دغه هېواد له دولتي شرکتونو څخه لیدنه وکړي او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه به له ایراني چارواکو سره ناستې ولري.

د نوموړي په خبره، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس به د نفت او ګازو د قراردادونو ترڅنګ، د برېښنا، اصلاح شوو تخمونو، سرې تولید، چرګانو روزنې او یو شمېر نورو برخو کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

محمدنبي بهار  دغه راز زیاتوي، مولوي احمدجان بلال ایران ته له روانېدو وړاندې په کابل کې د ایران له سفیر، علي‌رضا بېکدلي سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په دې لیدنه کې په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اسلامي اخوت او ورورولۍ پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او دا ډول اړیکې یې د اسلامي هېوادونو د پرمختګ لپاره مهمې بللې دي.

بلخوا، په کابل کې د ایران سفیر، علي‌رضا بېکدلي، د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران د نفتو، برېښنا، سرې تولید، اصلاح شوو تخمونو، چرګانو روزنې او نورو اړوندو برخو کې له امارتي شرکتونو سره د ګډو همکاریو لېوالتیا لري.

بېکدلي همدارنګه د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیايي اړیکو د زیاتېدو ترڅنګ، د اسلامي امت د بقا او پرمختګ لپاره یووالی اړین بللی دی.