ایران د شعر په روایت
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178160-ایران_د_شعر_په_روایت
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې ؛ ایران د شعر په روایت :نومې له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو چې دغه مطلب د فارسی ادب د یوه تکړه شاعر  او استاد شهریار  د درنښت په باب  دی، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-09-15T09:57:13+00:00 )
Sep 15, 2026 14:17 Asia/Kabul
  • ایران د شعر په روایت

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې ؛ ایران د شعر په روایت :نومې له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو چې دغه مطلب د فارسی ادب د یوه تکړه شاعر  او استاد شهریار  د درنښت په باب  دی، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

قدرمنو دوستانو د ایران ډير پراخ او خور وُر ټاټوبی  په ډېرو لارو پېژندل کېدلی شي؛ یعني د خپل بډای تمدن او تاریخ او معمارۍ له لارې، د موسیقۍ او دودونو له لارې او د هغې خاورې له لارې چې زرګونه کلونه خاطرې ئې په خپل زړه کې ساتلې دي. خو ښائي د ایران د پېژندلو له تر ټولو ښکلو لارو څخه ئې یوه د شعر له کړکۍ څخه د دغه هېواد پېژندل وي؛ د فردوسي له حماسو رانیولې د سعدي تر حکمت پورې، د حافظ له غزلو او د مولانا له شور او جذبې رانیولې  د شهریار تر غږ پورې.

د وږي یا سنبلې د میاشتې  ۲۷  د فارسي شعر او ادب ورځ او د استاد شهریار د درناوي ورځ ده. دا ورځ یو فرصت دی چې د دې زره کلن کتاب پاڼې یو ځل بیا واړوو او وګورو چې   شعر  ولې لا هم د ایراني فرهنګ  او کلتور له تر ټولو ژوندیو غږونو څخه دی.

قدرمنو ګلانو  ؛که وغواړو یو ملت وپېژنو، ستاسو په اند باید له کوم ځایه پیل وکړو؟

 د هغه ملت له تاریخ څخه ؟؛ له معمارۍ او لرغونو اثارو څخه ئې؟ له موسیقۍ او دودونو څخه ئې؟ او که ښائي له هغو کلمو څخه چې د دې ټاټوبی  خلکو له پېړیو راهیسې پرې فکر کړی، حماسې ئې پرې جوړې کړې، مینه یې پرې کړې، خپل غمونه یې پرې بیان کړي او د خپل ژوند کیسې یې راتلونکو نسلونو ته د یادګار په توګه پرېښې دي؟

د ایران د پېژندلو لپاره یوه له تر ټولو ښکلو لارو څخه ؛ یوه  شعر لاره ده.

په ایراني کلتور او فرهنګ کې شعر یوازې د ادبیاتو یوه څانګه نه ده. شعر له پېړیو راهیسې د خلکو د ژوند تر څنګ شتون لري؛ په خوښۍ او غم، مینې او بېلتون کې، اخلاقو او حکمت کې، دعا او عرفان، حماسې او وطن‌پالنې کې.

فردوسي، سعدي، حافظ، مولانا، خیام، نظامي او په اوسمهال پړاؤ کې محمدتقي بهار، سهراب سپهري، اخوان ثالث او شهریار؛ دا یوازې د څو شاعرانو نومونه نه دي، بلکې هر یو یې د هغه ټاټوبی د فرهنګي حافظې د یوې برخې استازیتوب کوي چې شعر ئې د بیان له تر ټولو تلپاتې ژبو څخه یوه ده.

د ایران په  کال هیندارې  کې د وږي یا سنبلې د میاشتې  ۲۷  ؛«د فارسي شعر او ادب ورځ» او په همدې وخت کې د استاد شهریار د درناوي ورځ ده؛ هغه شاعر چې د ۱۳۶۷ هجري لمریز کال د وږي  د میاشتې په ۲۷ ، چې د ۱۹۸۸ میلادي کال د ستمبر له ۱۸  سره برابره ده، وفات شو.

اوس  په همدې مناسبت غواړو ایران ته په یوه لږ توپيري  لیدلوري وګورو؛ ایران، د شعر په روایت. نومې ځانګړي مطلب کې له مونږ سره پاتې شئ.

           ښايي د هغه چا لپاره چې له ایراني فرهنګي ساحې بهر ژوند کوي، لومړنۍ پوښتنه دا وي چې ؛ شعر ولې په ایراني فرهنګ  او کلتور کې تر دې اندازې اهمیت لري؟

د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره باید څو پېړۍ شاته ولاړ شو.

نوې فارسي، یعنې هغه ژبه چې د نننۍ فارسي تاریخي دوام دی، له کابو  دریمې او څلورمې هجري پېړۍ، یعنې نهمې او لسمې میلادي پېړۍ، څخه په سوکه سوکه ډول په یوې مهمې ادبي ژبې بدله شوه

د سامانیانو په  پړاؤ کې، په خراسان او منځنۍ آسیا کې فارسي شعر ،وده او پراختیا وموندله  او د ایران تاریخي او حماسي دودونه هم په همدې ژبې کې له سره  احیاء  او بیا جوړ شول. له همدې پړاوه فارسي ژبې ورو ورو  د ځان لپاره یوه پراخه فرهنګي حوزه رامنځته کړئ شوه.

خو مهم ټکی دا دی چې په دغه بهیر کې شعر ځانګړی ځای پیدا کړ.

په فارسي ادبي دود کې شعر د پېړیو لپاره د هنري بیان له تر ټولو باوري او اغېزشیندونکو  لارو څخه و.

شاعرانو یوازې د شعر له لارې د مینې په اړه خبرې نه کولې؛ هغوی د تاریخ، حماسې، اخلاقو، سیاست، عرفان، ژوند، مرګ، عدالت، د انسان د برخلیک او له نړۍ سره د هغه د اړیکې په اړه هم خبرې کولې.

په دودیزې موسیقۍ کې شعر  شتون لري. په خطاطۍ کې شعر شتون  لري. په معمارۍ او کتیبو کې د شاعرانو بیتونه لیدل کېږي. په کیسه‌ویلو او شفاهي فرهنګ کې شعر اورېدل کېږي. او ان په کورونو کې د سترو شاعرانو دیوانونه د کورني میراث یوه برخه کېدلی شي.

په دغه فرهنګ کې شاعر کله ناکله یوازې هنرمند نه وي؛ هغه کولای شي حکیم، د اخلاقو ښوونکی، د تاریخ روایتګر، عارف یا د یوې ټولنې د احساساتو ویاند وي.

همدې موضوع د ایران په تاریخ کې شاعر ته ځانګړی مقام ورکړی دی

           البته  دا ستر دود د کلاسیکې پړاؤ  پای ته له رسېدو سره ونه درېده.

ایران په شلمې پېړۍ کې، د ډېرو نورو ټولنو په څېر، له پراخو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي بدلونونو سره مخ شو او شعر هم د ټولنې له بدلون سره یوځای بدل شو.

شعري چوکاټونه نوي شول، د شعر ژبه ورځني ژوند ته نږدې شوه او  اوسمهاله شاعرانو نوې تجروبې وکړې. خو له شعر سره د ایرانۍ ټولنې اړیکه له منځه نه لاړه.

له هغو شاعرانو څخه چې په همدې پړاؤ کې یې د کلاسیک شعر د میراث او د اوسمهاله انسان د احساساتو ترمنځ یو پل جوړ کړئ شو، محمدحسین بهجت تبریزي ؤ ، چې په «شهریار» مشهور دی.

شهریار په ۱۲۸۵ هجري لمریز کال، چې له ۱۹۰۶ میلادي کال سره برابر دی، په تبریز کې وزېږېد او د ۱۳۶۷ هجري لمریز کال د وږي یا سنبلې  د میاشتې په ۲۷ ، چې د ۱۹۸۸ میلادي کال د ستمبر له ۱۸ سره برابره ده، وفات شو.

هغه په بېلابېلو شعري چوکاټونو کې شعرونه وویل، خو د هغه د شهرت مهمه برخه   فارسي غزلونو ته ورګرځي؛ هغه غزلونه چې د فارسي غزل د ستر دود، په تیره بیا د حافظ د دود، په دوام کې رامنځته شوي وو.

د شهریار ژوند له شعر، موسیقۍ او ایراني کلتور او فرهنګ سره نږدې اړیکه لرله. هغه له موسیقۍ سره بلدتیا درلوده، یوه موده ئې تار او سه‌تار غږول او د خپل وخت له یو شمېر مشهورو موسیقۍ غږؤنکو سره ئې ملګرتیا لرله.

ښايي له موسیقۍ سره همدا نږدې اړیکه یو له هغو عواملو  وي چې د هغه شعر ته ئې یوه روانه او اورېدونکې ځانګړنه ورکړې ده.

         خو شهریار یوه بله ځانګړنه هم لرله چې د ایران د فرهنګي ډولوالي د پېژندلو لپاره ډېر اهمیت لري.

هغه هم په فارسي او هم په آذري ژبه شعرونه ویلي دي.

د هغه تر ټولو مشهور آذري اثر «سلام پر حیدربابا» دی؛ هغه شعر چې   تبریز ښار ته نږدې یوه غره ته خطاب شوی او شاعر پکې د خپل ماشومتوب خاطرو، طبیعت، خلکو، دودونو او کلیوالي ژوند ته ورګرځي.

دا شعر ډېر زر نه یوازې د ایران په آذري‌ژبو ولایتونو کې، بلکې د ترک‌ژبو نړۍ په نورو برخو کې هم مشهور شو او بېلابېلو ژبو ته وژباړل شو.

ادبي څېړنې د دې شعر د بریا له عواملو څخه د هغه خلکو ته نږدې ژبه او په کې د عامه فرهنګ، خاطرو، دودونو، طبیعت او ورځني ژوند پیاوړی حضور بولي.

له دې لیدلوري، شهریار په ایران کې د یوه ستر واقعیت په اړه یوه په زړه پورې بېلګه ده:

ایران داسې ټاټوبی دی ، چې بېلابېلې سیمه‌ییزې ژبې او فرهنګونه لري، خو فارسي ژبه او ادبیات له پېړیو راهیسې د دې خاورې د بېلابېلو برخو ترمنځ د فرهنګي اړیکو له مهمو فضاؤ څخه یوه پاتې شوې ده.

تاریخي څېړنې هم فارسي ادبیات د ایران د کلتوري او فرهنګي هویت د دوام له مهمو او چورلیزي عناصرو څخه ګڼي.

          اوس ښايي   هغې پوښتنې ته چې د خپرونې په پیل کې مو مطرح کړې وه، لا روښانه ځواب ورکړل شو.

شعر ولې د ایرانیانو لپاره اهمیت لري.؟

ځکه چې په دې ټاټوبي کې شعر یوازې د ښکلو کلمو د جوړولو هنر نه دی.

شعر حافظه ده.

کله چې فردوسي د ایران کیسې په شعر کې راوړې، شعر په تاریخي حافظه بدل شو.

کله چې سعدي د اخلاقو او انسان په اړه خبرې کولې، شعر د تجروبې او حکمت په ژبه بدل شو.

کله چې حافظ د مینې، حقیقت او د روح د آزادۍ په اړه خبرې کولې، شعر د تفکر او ژورې کتنې په یوه فضا بدل شو.

کله چې مولانا د انسان او د حقیقت د لټون په اړه شعرونه ویل، شعر د عرفان په ژبه بدل شو.

او کله چې شهریار د خپلې مینې، ایمان، مور، وطن او د ماشومتوب د خاطرو په اړه خبرې کولې، هماغه پخوانی او تلپاتې دود د اوسمهال انسان له تجربو سره ونښلول شو.

نسلونه بدل شول، حکومتونه راغلل او لاړل، پولې بدلې شوې؛ خو شعر پاتې شو.

ښايي له همدې امله د ایران د فرهنګ څېړونکي، فارسي ادبیات او په ځانګړي ډول فارسي شعر د ایرانیانو د فرهنګي هویت د دوام له چورلیزي عناصرو څخه ګڼي.

           د وږي د میاشتې  ۲۷مه، د فارسي شعر او ادب ورځ، چې د شهریار د وفات له کلیزې سره برابره ده، د یوه شاعر د درناوي لپاره یو فرصت دی؛ خو د دې ورځې معنا یوازې د یوه نوم له درناوي څخه ډېره پراخه ده.

دا ورځ د یوه داسې ادبي دود یادونه کوي چې له زر کلونو څخه زیات دوام یې کړی او لا هم ژوندی دی.

داسې  دود چې له فردوسي او شاهنامې څخه رانیولې، تر سعدي او ګلستان پورې ، له مولانا او مثنوي څخه رانیولې تر حافظ او د هغه تر دیوان پورې او له کلاسیکو شاعرانو څخه تر  اوسمهاله شاعرانو پورې ئې دوام موندلی دی.

د ایران د پېژندلو لپاره ښايي تل اړینه نه وي چې لومړی د تاریخ کتابونو ته ورشو.

کله ناکله بسنه کوي چې یو فارسي شعر ولولو.

ځکه په هغو څو بیتونو کې کېدای شي د هغه ولس د تاریخ، فکر، ایمان، مینې، غم، هیلې او حافظې یوه برخه ومومو؛ هغه ولس چې د پېړیو په اوږدو کې یې د خپلو تر ټولو ژورو احساساتو یوه برخه د شعر په ژبه بیان کړې ده.

او ښايي د فارسي شعر د تلپاتې پاتې کېدو راز همدا وي:

وخت بدلېږي؛ نسلونه بدلېږي؛ خو د انسان سترې پوښتنې چندان نه بدلېږي.

مینه څه ده؟

ژوند څه معنا لري؟

عدالت چېرته دی؟

له کړاو سره باید څه وکړو؟

او انسان په دې نړۍ کې څه مقام لري؟

 دا هغه پوښتنې دي چې فارسي‌ژبو شاعرانو پېړۍ وړاندې مطرح کړې دي، لا هم د ننني انسان پوښتنې دي.

او تر هغه چې دا پوښتنې پاتې وي، شعر به هم ژوندی پاتې وي.

= د تهران د پښتو خپرونې  قدرمنو دوستانو  او د شعر او شاعرۍ مینه والو د خدای بخښلي  شهریار د درنښت په مناسبت ددغه ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤ ، تر بل وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو ،بریالي ووسئ.

ژباړن!(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************