رپورټ: ایران او افغانستان کولای شي دنوي اسلامي تمدن مخکښان وي
په کابل کې دایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري سلاکار ډاکتر سید روح الله حسیني د ننګرهار اطلاعاتواو کلتور ریاست د کلتوربرخې مشر سید امرالله امید سره په ناسته کې پر دې ټینګار، چې راتلونکې د اسلام اومسلمانانو دی وویل.
ایران اوافغانستان پر هغه ګډو ټکو چې د دین، تاریخ، کلتور او مذهب په برخه کې لري، په تکیه کولو سره کولای شي د اسلامی هیوادونو په منځ کې د نوي اسلامي تمدن د رامنځته کولو لپاره د مخکښانو رول ولوبوي.
ډاکتر حسینی دغه راز وویل، اسلامي نړۍ تر بل هر وخت یووالي ته ډیره اړتیا لري.او دا یووالی باید د ورورګلوې، اسلام او ګډودیني ارزښتو رامنځته شي.
د ایران اسلامي جمهوریت کلتوری سلاکار وویل، ایران او افغانستان د لرغوني او بډایه کلتور او تمدن لرونکي هیوادونه دي، چې د دواړو هیوادونو د ملتونو تر منځ ژور، کلتوری، ټولنیزاو تاریخي پیوندونه موجود دي.
دهغه پر وینا دا پیوندونه کولای شي، په بېلابېلو برخوکې دهمکاریو د پراختیا لامل شي.
حسیني په ټینګار سره وویل،اسلامي نړۍ د پراخوانساني، تمدني، کلتوری او علمي وړتیاوبرخمنه ده .د ګډو همکارویو او یو بل زغملو په لاره کې د دې وړتیاو نه ګټه اخیستنه، د نوي اسلامي تمدن د غوړیدا سبب کیدای شي.
ښاغلي حسیني وویل. دافغانستان ختیځه حوزه د بډایه تمدن، کلتور او ټولنیزو نزاکتونو دمرکز په توګه ګڼل کیږي او ددې ناستې یوه موخه په سمه توګه ددې حوزې د کلتوری وړتیاو پېژنده ، ددواړو هیوادونو د نمانځونکو ورځو نمانځل،او په دومداره توګه د کلتوری ملګرتیا مخته بیول وو
په ناسته کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور برخې مشر سید امرالله، امید په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه کلتوری او ټولنیزو برخوکې له افغانستان سره د ایران اسلامي جمهوریت له پرله پسې مرستو نه په قدرونې سره د اسلام ستر پیغمبر د یووالي او اسلامی ورورګلوۍ سمبول یاد کړ.
هغه وویل مسلمانان باید د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی پر اخلاقي سیرت منګولې ښخې او له تفرقۍ او بیلتون رامنځته کولو ډډه وکړي.
سید امرالله امید وویل ، حضرت محمد په خپلو ښو اخلاقو، عدالت، ترحم او ورورګلوۍ سره د یوې واحدې او یوموټی ټولنې بنسټ کیښود.
د هغه پر وینا مسلمانان هم د اوسنیو ننګونوسره د مبارزې لپاره یووالي او وروګلوۍ ته تر بل هر وخت ډیره اړتیا لري.
سید امرالله امید د ایران له اسلامی جمهوریت سره د کلتوری ، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو دپراختیا اوټینګښت لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډ کار هیله څرګنده کړه.