انصارالله: په باب‌المندب کې مو ستراتیژیکه سیمه نیولې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178112-انصارالله_په_باب_المندب_کې_مو_ستراتیژیکه_سیمه_نیولې
د یمن او سعودي عربستان د اړوندو ملیشو ترمنځ د نښتو په دوام کې، یمني رسنیو ویلي، چې د انصارالله مبارزینو د سعودي عربستان اړوندو ملیشو ته له درنې ماتې ورکولو وروسته، د باب‌المندب په سیمه کې د کهبوب ستراتیژیکه سیمه نیولې ده.
(last modified 2026-09-14T11:30:21+00:00 )
Sep 14, 2026 15:58 Asia/Kabul
  • انصارالله: په باب‌المندب کې مو ستراتیژیکه سیمه نیولې

د یمن او سعودي عربستان د اړوندو ملیشو ترمنځ د نښتو په دوام کې، یمني رسنیو ویلي، چې د انصارالله مبارزینو د سعودي عربستان اړوندو ملیشو ته له درنې ماتې ورکولو وروسته، د باب‌المندب په سیمه کې د کهبوب ستراتیژیکه سیمه نیولې ده.

المسیره شبکې راپور ورکړی چې په دغو نښتو کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف څلور قوماندانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د یمن وسله‌والو ځواکونو د سعودي اړوندو ملیشو او د هغوی نیابتي ځواکونو ته هم درانه زیانونه اړولي دي. په همدې حال کې، راپورونه وایي چې درې بالستیک توغندي په مأرب کې د سعودي نیابتي ځواکونو د راټولېدو مرکزونه په نښه کړي دي.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع سازمان هم ویلي چې په خمیس مشیط او ابها کې د خبرداري الې غږول شوي دي.

د انصارالله د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح ویلي چې د یمن په وروستیو بریدونو کې د ملک خالد هوايي اډه هم په نښه شوې ده.

بل لور ته، د سعودي عربستان جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تعز، لحج، الجوف، حجه، البیضاء او صعده پر بېلابېلو سیمو ۵۸ هوايي بریدونه کړي دي.

د نښتو له زیاتېدو سره، د یمن وسله‌والو ځواکونو خپل بریدونه د سعودي عربستان دننه سیمو ته هم پراخ کړي دي.

یمني لوري وایي، دغو عملیاتو یې د سعودي عربستان پر دننه اهدافو د برید کولو او د هوايي مخنیوي وړتیا څرګنده کړې ده.