صهیونیستي عسکرو  د پرس ټي‌وي خبریاله ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178180-صهیونیستي_عسکرو_د_پرس_ټي_وي_خبریاله_ونیوله
وحشی صهیونیسټي پوځیانو د بیت‌لحم په سوېل ختیځ کې په یوه امنیتي پوستې کې د پرس ټي‌وي چینل خبریاله ونیوله.
(last modified 2026-09-16T02:14:21+00:00 )
Sep 16, 2026 06:37 Asia/Kabul
  • صهیونیستي عسکرو  د پرس ټي‌وي خبریاله ونیوله

وحشی صهیونیسټي پوځیانو د بیت‌لحم په سوېل ختیځ کې په یوه امنیتي پوستې کې د پرس ټي‌وي چینل خبریاله ونیوله.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، صهیونیستي رسنۍ «جي فید» راپور ورکړی، د صهیونیسټي رژیم پوځیانوپرون په یوه بشري ضد اقدام کې د «نقاء حامد» په نوم د پرس ټي‌وي چینل خبریاله، د بیت‌لحم په سوېل ختیځ کې   «تقوع» ښارګوټي ته څېرمه په یوه امنیتي پوستې کې ونیوله

د راپورونو له مخې، دغه نیونه د صهیونیستي نیواکګرو ښارګوټي مېشتو له لورې د نوموړې خبریالې پر وړاندې له څو اوونیو لسمؤنو او تبلیغاتو وروسته ترسره شوې ده.

د پرس ټي‌وي خبریاله نقاء حامد د خپلې مسلکي دندې له مخې، د لوېدیځې غاړې د پېښو پوښښ کاوه، چې د «قصره» سیمې پېښې هم پکې شاملې وې.