د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو څخه غوښتي چې په کندوز ولایت کې ځايي خبریال عبیدالله احمدي خوشې کړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له کلوري اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.
د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له زده کړو څخه د افغان نجونو دوامداره محرومیت زړه ماتوونکی او په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره یو غیر معمولي وضعیت بللی دی.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي چې د خپلو نږدې ۷ زره افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه لري.
د چین شینهوا خبري آژانس په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له قوله ویلي چې، هېواد یې له افغانستان سره د زده کړو په برخو کې همکارۍ ته زیات اهمیت ورکوي.
د آسټرالیا کرېکټ بورډ د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو له امله، له افغانستان سره ۲۰ آوریزې سیالۍ وځنډولې.
د کندهار ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د ملګروملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي چې د افغانستان د ۳۶ سلنه وګړو د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کب پر ۲۵مه په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.