د نجونو پر زدهکړې بندیز؛ آسټرالیا له افغانستان سره ۲۰ اوریزې سیالۍ وځنډولې
د آسټرالیا کرېکټ بورډ د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو له امله، له افغانستان سره ۲۰ آوریزې سیالۍ وځنډولې.
اېبيسي نیوز د یاد بورډ په حواله سېشنبه د کب پر ۲۹مه راپور ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر زیات ناوړه شوی دی.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې د آسټرالیا کرېکټ له ملي لوبډلې سره درې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
ورته مهال، د اسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي چې د کرېکټ نړیوالې شوراICC) ) او د افغانستان کرېکټ بورډ سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي، څو راتلونکې کې د دغو سیالیو ترسره کېدو ته لار هواره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې تراوسه د آسترالیا د دې پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره، پر ښځو او نجونو په تېره بیا د ورزش په ډګر کې ډېر بندیزونه لګول شوي دي.