د ۱۴۰۳کال شعار (8) د خلکو په ګډون سره د تولید وده
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال شعار نومې لړۍ له ننني اتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د اسلامی انقلاب معظم لارښود چې هر کال د نوی کال لپاره یو شعار او عنوان ټاکي ، د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره د ؛ خلکو په ګډون سره د تولید وده ؛ عنوان غوره کړی دی. دغه عنوان او شعار ښئ چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښودترټولو مهمه اندیښنه داقتصاد موضوع ده . په دغه نننی مطلب کې د تولید په ودې کې د حکومت دځينو دندو په باب یو ځاي سره ارزونې کوو.
د؛خلکو په ګډون سره د تولید وده ؛ نومې شعار ،یوه داسې ډيره مهمه موضوع ده چې د اجرا او تحقق په بڼه کې به په اقتصادي ودې او پراختیا کې ډیره اغیزشیندونکي وي.په تیرو کلونو کې هغه ډول ډول شعارونه چې زیاتره ئې اقتاصدي وو،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا بیان شوي دي، خو د ټولو شعارونو هدف د اقتصاد ترټولومهمه موضوع یعني د تولید وده ده چې کلونه کلونه کیږي،پر دې موضوع ټينګار کیږي ،څو واکوالان او دهغو ترڅنګ ولس د تولید د ودې او لور نیونې په اهمیّت او هغو اغیز باندې چې په اقتصاد کې رامینځةکیږي،پوهه شي.هغه څه چې د ۱۴۰۳لمریز کال په باب باید ووئيل شي،او له تیرو کلونو سره په پرتله کې د توپیری علت ولیدل شي،د تولید په ودې کې د ګډون لپاره دخلکو ورته په مخه کولو ټينګار دی،ځکه چې خلک د تولید د ودې په لاره کې بې مخینې رول لوبولی شي او په کرتو ئې ښودلې ده په دغه چورلیز کې په ترټولو ټولوښه ممکنه بڼه عملکولی او د هیواد په تولید او ودې کې د ښې نتیجې لامل کیدلی شي.
یوه مهمه مسئله دا ده چې په لومړي پړاؤ کې د تولید د ودې په چارې کې دې د خلکو د ګډون سمه موضوع بیان شي.ددې په ترڅ کې چې حکومت هم د هغو سلامشورو په واسطه چې له اقتصادي استاذانو او شخصیّتونو څخه ئې کوي، باید د تولید په ودې کې د خلکو د ګډون لباره لاره پرانیزي. ځکه چې باید حکومت ته په ډول ډول اړخونو کې ډيرې مشورې ورکړل شي ،څو د تولیدد کړه ایزو مرحلو د بشپړولو لپاره د فضا د پرانیستنې او تخنیک پشمول په مختلفو حوزو کې د تولید ودې ته د خلکو د واردولو لپاره لاره برانیستل شي. بې شکه حکومت باید دتولید د ودې ډګر ته د خلکو د واریدیدا د ظرفیَّتونو د فعالیدا په وړاندې ټول خنډونه لیرې کړي ، په همدې دلیل تمه کیږي، حکومت د تولید په لاره کې د شته خنډونو د لیرې کولو لپاره اقتصادی برلاسه کارپيژاندو څخه مرسته وغواړي او د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې په وړاندې د لارو د پرانیستو د څرنګوالي لپاره لازمې پوهونې ورکړل شي.
د تولید په ډګر کې په اقتصاد کې د ولسی اوخصوصي برخې د لافعال شتون لپاره د لارې پرانیستل او دتولید د ولسی یدا د بهیر جدي کیدا، د نوی کال د شعار له تحقق سره ډير ه مرسته کوي او رغنده بڼه ورپه برخه کوي، له دې اړخه حکومت بایدموضوع جدي وګڼي . بې له شکه، د سوداګرۍ د اسانتیاؤ لپاره د لارو پرانستل او زمونږ د اقتصاد د وړاندوینې وړ هڅه کول به د مونږ په وړاندې د ودې او تولید لاره پرانیزي او دا هغه وخت دی چې خلک به په مهمو او اغیزشیندونکو اجرائي پروګرامونو کې پانګونې ته لیواله شي چې د تولید په ودې به تمام شي . د ورځې له پوهې او هغو ټيکنالوجیو څخه استفاده چې د تولید چاره لازیاته چټکولی او د کار په اندازې کې د تولید له زیاتیدا سره مخ کیدلی شي ،هم ډيره مهمه او ضروري ده.نو ځکه د تولید د ا ړتیا وړ تجهیزاتو د وارداتو لباره لاره باید پرانیستل شي څو د هغو عملیاتي پروژو د تحقق او د تولید د ودې لپاره چې د تولید د ودې لرلید انځوروي، د ولسی او خصوصي برخې لاسونه پرانیستل شي.
یوه هغه مهمه موضوع چې د تولید ودې یا د تولید د پراختیا او ودې اندازې اواساس ته د واکوالانو توجه وشي ، د کار روزګار د آسانولو موضوع ده ، ځکه چې که دغه موضوع جدی وګڼل شي، نو بې شکه د تولید د ودې لپاره لاره برابریږي او د تولید د ودې په چارې کې به ګډون ته د خلکو خلکو د کړچار او توجه شاهدا ووسو. د کال د شعار پوه کیدا، د غو لارو د پراتیستل کیدا د اقدام ضمانت دی چې خلک پکې دکار کسب لپاره لزم مجوزونه ترلاسه کولی شي، نو ځکه تمه کیږی ، هغه لومړنی ګام چې حکومت ئې باید د نوی کال د شعار دتحقق لپاره ترسره کړي، د کارکسب آسانول دي . باید داسې شرائط رامینځةشي څو عموما اقتصادي فعالان چې تولید په ودې کې په بالقوه او بالفعل توګه اغیز شیندونکي کیدلی شي ، د عمل میدان ته وارد شي . په دې معنا چې له یوه پلوه بالفعل اقتصادي فعالان چې د کار بازار ته واریدیدا سره ګروهنه لري ، د کارکسب د فعالیتونو د واریدیدا جوګه وي. په وروستیو دوو کلونو کې د کارکسب د مجزونو د ترلاسه کولو لپاره ډير زیات فعالیتونه ترسره شوي دي.
یوه هغه مهمه مؤلفه چې د تولید په چارې کې د خلګو له ګډون او د تولید له ودې سریه ډيره مرسته کوي،د اقتصاد وړاندې وینې وړ وي .په بله معنا،د اقتصاد اټکل وړ کیدا، په مختلفو اقتصادي اړخونو کې په تیره بیا د په تولیدي فعالیتونو کې د خلکو د پانګونې او مالی ګډون په برخې کې د بریالیتوب راز دی.له بده مرغه د تیرو کلونو په اوږدو کې د مختلفو حکومتونو له خوا دداسې چلندونو ،سیاستونو او مصوبو شاهدان وو چې د اقتصاد اټکل کیدا ئې له ډيرو جدي خطرو سره مخامخ کړې ده. د هیواد داقتصاد پراختیا کومه اتفاقي موضوع نه ده، بلکې د هغه سم سیاست جوړونې نتیجه ده چې د پانګې د خاوندانو او ټيکیدارانو څخه په ملاتړ سره د تولید د ودې چورلیز توب برابروي . هغه مهال په اقتصاد کې صنعتي پراختیا رامینځةکیږي، چې د اقتصاد وړاند ویّنه وشي ، که داسې نه وي ، نو په صنعتي او تولیدي برخو کې د ودې هیله نه پوره کیږي. حکومت کله د تولید د عواملو وړاند ویّنه وکړي، نو په دې معنا ده چې د کال د شعار د تحقق لپاره اصلی زمینې ،یعني د هغو د تولید وده هم د خلکو په شتون او د خصوصي برخې په مشارکتونو سره برابره شوې ده. د اقتصاد اټکل وړ کیدا ،دمونږ په وړاندې یو نوی فرصت رامینځةکوي ، داسې چې له بهرنیو سیالانو سره د سیالۍ امکان برابریږي؛له دې امله ډيره مهمه مؤلفه د اقتصاد وړاند وینه ده څو خلک د تولید د ودې او د تولید په چارې کې ګډون ته ګروهمن شي.
دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو له دې مخکې له تاسو اجازت وغواړو، باید ووایو چې دتهران ریډیو دانټرنیټي پاڼې ایډریسPARSTODAY.IR/PS هم درسره نوټ کړي، تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي ایډریس باندې تازه اووروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه راپورونه، تبصرې ،مرکې او دغه راز سپورټي ، اقتصادي، ټولنیزو او روغتیائي خبرونه کتلی او اوریدلی شي او دغه راز نور دیني او کلتوري او مختلف مطلبونه هم کتلی شي،ورسره د تاسو په خپلو خطونو، بریښنا لیکونو،پیغامونو، ښو ښو شعرونو ، غږیزو پیغامونو او ورسره کرکتنو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ ،نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي او سوکاله ژوند ولرئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************