May 08, 2024 13:49 Asia/Kabul
  • پاکستان: نه مو امریکا ته کومه پوځي اډه ورکړې او نه به یې ورکړو
    پاکستان: نه مو امریکا ته کومه پوځي اډه ورکړې او نه به یې ورکړو

پارس ټوډې- د پاکستان د پوځ ویاند په راولپنډۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې دې هېواد، نه کومه پوځي اډه امریکا ته ورکړې او نه به یې ورکړي.  

جنرال احمد شریف چودري (Ahmed Sharif Chaudhry) د دې راپور په ردولو سره، چې اسلام آباد امریکا ته دوې اډې ورکړي دي، زیاته کړه، پاکستان به خپلې پوځي اډې د هېچا په واک کې پرې نه ږدي.

احمد شریف چودري د دې پوښتني په ځواب کې، چې آیا پاکستان د بلوچستان په سویل لوېدیځ او د خیبرپښتونخوا په شمال لوېدیځ کې امریکا ته پوځي اډه ورکړې ده که نه؟  دا ادعا یې یوازې تبلیغ وبلله.

وړاندې ناتائید شوي ادعاوې په رسنیو کې خپرې شوې وې، چې واشنګټن له اسلام آباد څخه غوښتي چې په دې هېواد کې د ایران، افغانستان او چین د څارنې لپاره، دوې پوځي اډې جوړې کړي.

سرچینه:

آناتولي خبري آژانس

کلیدي کلمې: پاکستان او آمریکا، په آسیا کې د آمریکا پوځي اډې، ایران او آمریکا، ایران او پاکستان، چین، افغانستان

ټیګونه