رپورټ/ ننګرهارکې د څرمنې سرطان ناروغۍ پیژندل اسانه شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176632-رپورټ_ننګرهارکې_د_څرمنې_سرطان_ناروغۍ_پیژندل_اسانه_شول
ځایي چارواکي وایي،که اسانتیاوې برابرې شي،دسینې سرطان ناروغۍ پېژندنه هم شونې ده
(last modified 2026-08-15T09:54:58+00:00 )
Aug 15, 2026 14:18 Asia/Kabul

ځایي چارواکي وایي،که اسانتیاوې برابرې شي،دسینې سرطان ناروغۍ پېژندنه هم شونې ده

په ننګرهارکې، د تابش په نوم خصوصي پوهنتون، دکمپیوتر ساینس پوهنځي استاد او زده کړیالان  یې، له اوږدو هلوځلو وروسته پر ځینو علمي لاسته راوړنو برلاسي شوپ دي.

د یاد پوهنځي استاد عرفان الله سباوون ،چې دپوهنتون ادارې له لورې د دوې د نویو علمي لاسته راوړنو  د پېژندنې په جوړو شویو مراسموکې یې وینا کوله وویل، له څه مهال خورایو وروسته پر دې بریالی شو، چې د پوستکي یا څرمنې سرطان ناروغۍ د پیژندنې وسیله جوړه کړي.

هغه وایي، دا وسیله به په روغتونونو کې له روغتیاپالانو سره د پوستکي سرطان ناروغۍ په پېژندلوکې مرسته وکړی،عرفان الله، سباوون وویل، که حکومت او مرستندویه ادارې یې لاسنیوی وکړي نو چمتو دی ،چې د سینې سرطان، ناروغۍ، پېژندنې وسیله هم  جوړه اود عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.

د تابش خصوصي، پوهنتون،  ریس عبدالحمید سیرت  وایي، ددوې هڅه داده ، چې د کار بازار د اړتیاو په نظر کې نیولو سره، خپل زده کړیالان له لومړي سره،  په نظري او عملي بڼه وروځي. هغه وایي ، دپوهنتون زده کړیالانو یې دتلیفون له لارې په خوندي توګه دپیغامونو لیږد، دموټرو تم ځای مدیریت،د خځلو ټیمانو کارول ،دهوایي دفاع سیستم یا رادار او ځینو نورو برخوکې هم  خپلې علمي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې . دهغه پر وینا هر څوک کولای شي، له دې لاسته راوړنو ګټه پورته کړي.

د ننګرهار ولایت مقام علمي او فرهنګي سلاکار مولوي سمیع الله صمیم وایي، د ننګرهار ولایتي اداره، ددې علمي لاسته راوړنو هرکلی اوملاتړ کړي . هغه وویل ، هیله یې داده، چې حکومت دغو ځوانانو ته، دنورو علمي پرمختګونو لپآره اسانتیاوې برابرې کړي. په دې وروستیو کې، په هیواد کې، د سرطاني ناروغیو کچه لوړه شویده. ډیری د نظر خاوندان، د دا ډول علمي، پرمختګونو د پراختیا لپاره د شتمنو او پانګه والو ملاتړ اړین بولي او له حکومت نه هم ددوې لپاره د اسانتیاو برابرولوهیله لري.