رپورټ: کندهار کې دسلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت رغاونیزې پروژې پېل شوې
چارواکي وایي. دا پروژې د کندهار ښار په هغه سیموکې پېل شوې، چې پخوا ورته پام نه وو شوی.
دکندهار ښاروالۍ ویاند سیف اله عاصم وایي،په دې څلویښت پروژوکې ،چې دټولو چارې هم مهاله پېل شوې او ټولیز لګښت یې دوه نیم سوه میلیونه افغانۍ کیږي .دپارکونو، فرعي سرکونو،ویالو، پلچکونواونورو هغه برخو جوړول شامل دي ،چې کندهار ښاریان ورته اړتیا لري. د نوموړي پر وینا، په دې پروژو کې خواوشاه اوه زره کسانو ته دکار کولو زمینه برابره شوه ،چې دا دکندهار ښاروالۍ بنسټیزه موخه وه. دکندهار ښاروالۍ ویاند وایي، دپروژو کیفیت اومعیارې کیدو ته به ځانګړې پاملرنه کیږي. هغه وایي، دپروژو په بشپړیدو سره به د کندهار ښار په اوسنۍ بڼه کې مثبت بدلون رامنځته شي. دکندهار ښار اوسیدونکي هم ددې پروژو دپلې کیدو له امله خوشحاله دي او وایي، دې ټولو پروژو ته دښاریانو اړتیا وه.د ښاریانوپروینا، ددې پروژو په بشپړیدو سره به ددوې ځینې، ورځنۍ ستونزې هوارې شي .د کندهار ښاروالۍ د معلوماتو له مخې ددې څلویښتو پروژو پر پېل سربېره دا مهال دخواوشاه شپږدیرشو نورو لویو او وړو پروژو چارې هم په کندهار ښار کې روانې دي.