فضلي: د ټولشموله حکومت پایله بې ثباتي ده + غږیزه مرکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176594-فضلي_د_ټولشموله_حکومت_پایله_بې_ثباتي_ده_غږیزه_مرکه
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي د «ټولشموله حکومت» له اصطلاح سره مخالفت څرګندوي او وايي، دا اصطلاح شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې په پاکستان کې رامنځته شوې ده.
(last modified 2026-08-15T07:03:46+00:00 )
Aug 15, 2026 11:30 Asia/Kabul

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي د «ټولشموله حکومت» له اصطلاح سره مخالفت څرګندوي او وايي، دا اصطلاح شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې په پاکستان کې رامنځته شوې ده.

د هغه په باور، د دې فورمول له لارې د سیمې ځینې استعماري هېوادونه غواړي په افغانستان کې داسې حکومت رامنځته شي چې د دوی تر ملاتړ لاندې افراد په ګډوډ شرایطو کې په حکومت کې ځای ولري، خو ولس په کې واقعي ونډه ونه لري.

هغه د ایران پښتو رادیو سره په ځآنګړې مرکه کې وویل: په دې ډول جوړښت کې افراد، ډلې او تنظیمونه غواړي د تجارتي شرکتونو په څېر دولتي څوکۍ سره ووېشي.

فضلي زیاتوي چې د دې ډول تجربې شاهدان په جمهوري نظام او تر هغه وړاندې هم وو او د ده په باور، پایله یې بې‌ثباتي او بدبختي وه.

نوموړي وویل: «زه شخصاً له دغه فورمول سره موافق نه یم

 

فضل محمود فضلي: د طالبانو کړنې د ولسي مخالفتونو او نظامي تحرکاتو اصلي لامل دي

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي وايي، په اوسني وضعیت کې د نظامي ډلو حضور او د جګړې یا مدني مزاحمتونو رامنځته کېدل د حیرانتیا وړ نه دي، بلکې د هغه په باور، دا وضعیت د طالبانو د تېرو پنځو کلونو د کړنو پایله ده.

فضلي له ایران پښتو راډیو سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت بدلونونه د دې سبب شوي چې د طالبانو پر وړاندې د افغانانو تحرکات رامنځته شي.

 

د طالبانو پنځه کلنه دوره؛ اساسي قانون، زده کړې او ملي هویت

د افغانستان د مخکیني نظام د چارو ادارې عمومي رئيس فضل محمود فضلي وايي، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان خپل ملي قرارداد، یعنې اساسي قانون له لاسه ورکړی او له دې سره د نظام مشروعیت هم له منځه تللی دی.

د نوموړي په وینا، د هېواد نیمایي نفوس له زده کړو او په ټولنه کې له فعال رول او فعالیت څخه منع شوی، ځوانان د خراب اقتصادي وضعیت له امله له هېواده د وتلو او کډوالۍ ته اړ شوي او د مور او ماشوم د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.

فضلي زیاتوي چې د افغانستان له تاریخ او فرهنګ سره هم شدید ظلم روان دی، شاعران او سندرغاړي ګواښل کېږي او له هېواده وتلو ته اړ کېږي.

د هغه په خبره، له هېواده بهر د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په نړیواله کچه له رسمي ملکیت څخه پاتې دی او افغانان ملي سرود هم نه لري.

نوموړي وویل، دغه ټول عوامل د دې سبب کېږي چې هر دردمن افغان د طالبانو پر وړاندې د اقدام احساس وکړي او له همدې امله، د نوموړي په باور، اوسني تحرکات د حیرانتیا وړ نه دي.

 

د طالبانو لپاره اصلي ګواښ بهرني عوامل نه، بلکې ولسي مخالفت دی

فضلي وايي، دا چې اوسني تحرکات تر کومې کچې د طالبانو د حاکمیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي، جلا بحث دی؛ خو د ده په باور، د طالبانو د فکر، عمل او له ولس سره د هغوی چلند د دوی د بقا لپاره تر بهرنیو عواملو ډېر جدي ګواښ دی.

هغه وايي، که د طالبانو اوسني سیاستونه او کړنې دوام وکړي، د ولسي مخالفت کچه به د دوی پر وړاندې لا زیاته شي.

د نوموړي په وینا، هر نظام چې د ولس ارادې ته درناوی ونه کړي، د تاریخ له تجربو سره سم به له منځه ولاړ شي.

فضلي ټینګار کوي چې دولت باید د ولس په اراده رامنځته شي او د دولت کړنې هم باید د خلکو له ارادې سره برابرې وي.

 

پاکستان د افغانستان ثبات نه غواړي

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د چارو ادارې پخوانی عمومي رئیس د پاکستان پر سیاستونو هم نیوکه کوي او وايي، پاکستان د خپل جوړېدو له ورځې راهیسې د خپلو استعماري بادارانو په اشاره په افغانستان کې ثبات نه غواړي.

هغه وايي، که په افغانستان کې هر ډول سازمان یا حکومت حاکم وي، د پاکستان هدف به په افغانستان کې بې‌ثباتي، جګړه او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې ودې مخنیوی وي.

فضلي وایي، طالبان په پاکستان کې رامنځته شوي او تر دې وړاندې هم د مجاهدینو ګڼې ډلې په پاکستان کې جوړې شوې دي.

د هغه په وینا، په تېرو دوو کلونو کې هم لیدل کېږي چې د بېلابېلو ډلو او افرادو استازي د پاکستان په ملاتړ یا د دغه هېواد په بلنه دې هېواد ته سفرونه کوي.

هغه وايي، ځینې کسان د څېړونکو، ځینې د ښځو د دفاع او حقونو، ځینې د خبریالانو، ځینې د سیاسي څېرو او ځینې هم د نظامي افرادو په نومونو پاکستان ته سفر کوي.

فضلي زیاتوي چې پاکستان د خپل خوی او عادت له مخې دغو کړنو ته دوام ورکوي.

 

د سیاسي مبارزې لومړی ګام باید ولسي او فکري انسجام وي

فضل محمود فضلي وايي، د هغه د سیاسي ملګرو باور دا دی چې په افغانستان کې باید نظام د ولس په خوښه رامنځته شي.

د هغه په وینا، دوی پر ولسي سیاست باور لري او د سیاسي مبارزې لومړی ګام باید په ولس کې د فکري او سیاسي انسجام رامنځته کېدل وي.

هغه وايي، له دې انسجام وروسته باید سیاسي ګوندونه رامنځته شي او که دغه بهیر دومره پراخ شي چې د هېواد د راتلونکي لپاره یوه پراخه ملي کړنلاره رامنځته کړي، نو که دغه جریان اوسنی نظام هم ړنګ کړي او وروسته د ثبات لپاره کار وکړي، دوی به یې مخالفت ونه کړي.

 

له بهرنیو ملاتړونو سره د نویو نظامي ډلو مخالفت کوو

فضلي وايي، که نظامي ډلې له شفافیت پرته له بهرنیو هېوادونو وسلې ترلاسه کوي او افغانستان ته راځي چې د یوې نوې جګړې څپه پیل کړي، دوی به یې مخالفت وکړي.

هغه وايي، که هر څوک ادعا کوي چې وطن‌پال دی او وسله یې د دې لپاره اخیستې چې افغانستان له اوسني استبداد څخه خلاص کړي، باید د خپلو وسلو، امکاناتو او بهرني ملاتړ په اړه ولس ته روښانه معلومات ورکړي.

د نوموړي په وینا، دغه ډلې باید خلکو ته دا هم څرګنده کړي چې د طالبانو د رژیم له بدلون وروسته د افغانستان د بقا، ثبات او راتلونکي لپاره څه ډول طرحه لري.

 

فضلي: د طالبانو د امنیت ادعا د باور وړ نه ده

فضل محمود فضلي وايي، د طالبانو هغه ادعا چې ګواکې په افغانستان کې یې امنیت تأمین کړی، ورته د باور وړ نه ده.

هغه وايي، د امنیت یو دودیز تعریف دا دی چې په هېواد کې روانه جګړه نه وي؛ خو د ده په وینا، حتی دغه ډول امنیت هم په وروستیو اوونیو کې په تدریجي ډول له ګواښ سره مخ شوی دی.

خو فضلي ټینګار کوي چې امنیت یوازې د جګړې نشتوالي ته نه ویل کېږي، بلکې د ولس لپاره ټولنیز، غذایي، رواني او اقتصادي امنیت هم د امنیت مهمې برخې دي.

د هغه په وینا، افغان ولس له ژور خفګان سره مخ دی، فکري ازادي نه لري، له سانسور سره مخ دی او نه شي کولای پر حکومت انتقاد او نیوکه وکړي.

هغه وايي، ولس نه شي کولای خپلو لوڼو او خویندو ته زده کړې ورکړي او حتی یوه پروفیسره کونډه ښځه هم نه شي کولای په یوه دولتي اداره کې رسمي دنده ترسره کړي.

فضلي زیاتوي چې دغه ټول موارد د امنیت له مفهوم سره تړاو لري او د ده په باور، د امنیت ګڼې برخې اوس په افغانستان کې نشته.

هغه همداراز په هېواد کې روغتیايي وضعیت د جدي ستونزو سره مخ بولي.

 

 

د لویې جرګې له لارې د نوي سیاسي نظام جوړول

فضل محمود فضلي وايي، هغه له داسې فورمول سره موافق دی چې طالبان یا د زور له لارې او یا په ډېرو نادرو شرایطو کې خپله مجبور شي چې ولس ته مراجعه وکړي.

د هغه په وینا، د ګذار یا انتقالي مرحلې په جریان کې باید لویه جرګه راوبلل شي او په دې جرګه کې د ولسوالیو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازي ګډون وکړي.

هغه وايي، لویه جرګه باید د افغانستان لپاره داسې اساسي قانون رامنځته کړي چې په هغه کې د واک ټولې برخې په واضح ډول تشریح شوې وي، د واک د انتقال اصول مشخص وي او د هېواد د بیوروکراسۍ په اړه هم څرګندې لارښوونې موجودې وي.

د فضلي په باور، باید د اساسي قانون په اړه د اکثرو خلکو موافقه ترلاسه شي او افغانستان په تدریجي ډول د ولسواکۍ پر لور حرکت وکړي.

 

د سیاسي ګوندونو له لارې د ولس استازیتوب

فضلي وايي، په ولسواک نظام کې باید د خلکو استازیتوب د سیاسي ګوندونو له لارې وشي، څو دولت ته ثبات رامنځته شي.

د هغه په وینا، د افغانستان راتلونکی باید د افرادو او ډلو د داسې شراکت پر بنسټ ولاړ نه وي چې د ده په تعبیر، د این‌جو یا تجارتي شرکتونو د مشارکت په څېر وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره دایمي ثبات هغه مهال رامنځته کېدای شي چې نظام د ولس په اراده جوړ شي، د واک د انتقال روښانه اصول ولري، د خلکو استازیتوب د سیاسي ګوندونو له لارې ترسره شي او د دولت بنسټونه د یوه واضح اساسي قانون پر اساس فعالیت وکړي.

عطاءالله خوږیاڼی