May 09, 2024 11:36 Asia/Kabul
  • خپله ژبه داسې وروزئ/ د شيعه امامانو په اند د ژبې حقونه
    خپله ژبه داسې وروزئ/ د شيعه امامانو په اند د ژبې حقونه

پارس ټوډې – اسلام وايي تر ټولو بد انسان هغه دی، چې خلک د هغه له ژبې وېرېږي. د قرائتي په وینا: انسان باید اجازه ورنکړي، چې خپله ژبه د بدو خبرو لپاره خلاصه کړي.

 د قرآن مجيد مفسر حجت الاسلام محسن قرائتي وايي:

د امام سجاد (علیه السلام) د حقوقو په کتاب کې، پنځوس حقوق ذکر شوي، چې یو یې له ژبې سره تعلق لري.

د قرآئتي په وينا، د ژبې له حقوقو څخه يو دا دى، چې په دې غړي سره فحش، لعنت او ناسم کلمات ونه ویل شي. قرآنکریم فرمايي: خپله ژبه اړ کړه چې په ادب سره خبري وکړي. امام سجاد (ع) فرمایي: کله چې خبرې کوئ، لومړی خپله ژبه کنټرول کړئ، کله چې اړتیا وه، خبرې وکړئ. د واضح شیعه روایتونو له مخې؛ ژبه د انسان د عقل بیانوونکې ده.

هغه له فحاشو خلکو سره د دیني مشرانو د چلند په اړه وايي:

انسان بايد هېڅکله سپکې خبرې ونه وايي، ناسزا ونه وايي، الله جل جلاله هم سپکې سپوري بد ګڼي او هم هغه څوک چې د سپکو خبرو اورېدونکی او اهل وي. له بده مرغه، ځینې خلک شته چې له سپکو کلماتو پرته خبرې نشي کولای. ځینې ​​خلک ناسمې خبرې د شخصیت نښه ګڼي، دوی فکر کوي چې که سپکي سپوري ووايي دا د ځواکمنتیا نښه ده.

روایت دی چې امام صادق (ع) د سماعه په نوم له یوه کس څخه پوښتنه وکړه چې ته خپل ساربان ته بدې خبرې کوې، څه کیسه وه؟ ويې ويل: هغه پر ما ظلم کوي، دا رښتيا ده چې غريب دى، ساربان دى، خو پر ما يې ظلم کړى دى، ځکه چې پر ما یې ظلم کړى دى، زه هغه ته بدې خبرې وایم، حضرت وفرمایل:

پر تاسو یې ظلم کړی، مګر کومه خبره چې ته کوې، تر هغه ډېره بده وه. که یو څوک ناسمه خبره وکړي، خدای د هغه له عمر  څخه برکت اخلي، عمر یې بې برکته کېږي.

قرائتي پر دې په ټینګار سره چې انسان باید له بدې خبرې سره د هغه په شان مقابله وکړو، څرګنده کړه: د شیعیانو لومړی امام، امام علي (ع) واورېد چې د قنبر په نوم د هغه یوه ملګري ته یو څوک سپکې خبرې کوي. قنبر هم ولاړ چې ځواب ورکړي، حضرت وفرمایل: صبر وکړه! پرېږده، خبرې مه کوه، وویل: هغه ماته ناسمې خبرې وکړې، وویل: که هغه تاسو ته ناسمه خبرې، خو ته ورته بده خبره مه کوه. که غصه شوی یې، او غوښتل دې چې ناسمې خبرې ورته وکړې، خپل ځان کنټرول کړه، په دې صورت کې خدای تعالی له هغه انسان څخه راضي دی او شیطان په غصه کېږي.

حجت الاسلام قرائتي، په ایران کې د لمانځه د ترسره کولو ادارې مشر

په ایران کې د لمانځه د ترسره کولو اداری مشر، د نورو د بدو کلمو له ویلو څخه په ډډه کولو باندې په ټینګار سره وویل: هغه چا چې بده خبره واورېده او هغه یې نورو ته د پیغام له لارې ولېږله، چې فلانی او فلاني ته داسې خبره وکړه، داسې دی لکه چې پخپله هم همدا کار کوي. موږ حق نه لرو چې بدې کلمې نقل کړو، لکه څنګه چې د میکروبو شریکول، ناروغۍ راوړي.

یو دیني روایت دی چې که تاسو د نورو خلکو ناسمې خبرې نورو ته بیان کړئ دا د ګناه بیانولو په څېر دی.

اسلام وايي: تر ټولو بد انسان هغه دی چې خلک د هغه له ژبې څخه وېرېږي. ښځه باید له خپل مېړه څخه ویره ونه لري او مېړه هم باید له خپلې مېرمنې نه وېرېږي.

قرائتي د دې په بیان سره چې انسان بايد خپله ژبه ادب کړي وویل: انسان باید اجازه ورنه کړي چې خپله ژبه د بدو خبرو لپاره خلاصه کړي.

هغه د قرآنکريم د آيتونو پر بنسټ د خبرو کولو آدابو ته په اشارې سره څرګنده کړه: قرآن د خبرو کولو لپاره ځینې آداب او طريقې بيانوي او د پلار او مور سره د خبرو کولو په څېر، د کلام رسا والی، نرم خبرې کول، ښه خبرې کول،له غوره جملو څخه کار اخیستل او نور. امام سجاد (عليه السلام) فرمايي: اې خدایه!، هره بده خبره چې زما له خوا غواړي وویل شي، هغه په ​​غوره کلام بدله کړه؛ انسان باید له بدې ژبې څخه ډډه وکړي.

کلیدي کلمې: قرآن څنګه کتاب دی، د ژبې حقوق، څنګه خبرې وکړو، بدې خبرې کول، ولې ځینې خلک برې خبرې کوي، په اسلام کې اخلاق

ټیګونه