له اسرائیلو سره مستقیمې خبرې په ایجنډا کې نشته
پارس ټوډې - نبیه بری وویل: لبنان د اوربند تړون او همدارنګه د «مېکانيزم» په نوم د کمېټې جوړښت ته په بشپړه توګه پابنده دی او که اړتیا وي نو به په دې برخه کې له غیر پوځي کارپيژاندو څخه استفاده کوي.
د لبنان د پارلمان مشرنبیه بری پرون په یولړ څرګندونو کې له صهیونیسټي رژیم سره د مستقیمو خبرو په ردولو سره یوځل بیا ټینګار وکړ چې په لبنان کې د جګړې د رامینځته کېدو په اړه د رامنځته شوې کړکېچنه فضا د امریکا د استازي «ټم باراک» د څرګندونو له امله ده.
نبیه بری وویل: لبنان د اوربند تړون او همدارنګه د «مېکانيزم» په نوم د کمېټې جوړښت ته په بشپړه توګه پابنده دی او که اړتیا وي نو به په دې برخه کې له غیر پوځي کارپيژاندو څخه استفاده کوي.
دلبنان د پارلمان مشر له اسرائیلي رژیم سره د مستقیمو خبرو په نشتوالي باندې ټینګار وکړ او په المصیلح ښار کې ئې د کنفرانس د بیا جوړولوهرکلی وکړ. د صهیونیسټي رژیم د ۱۲ ټيلیویژني چینل پرون راپور ورکړی چې ښائي په نږدې راتلونکي کې له دغه رژیم پوځ څخه غوښتنه وشي چې له حزب ا....سره د جګړې نوې مرحله پیل کړي او پوځ ئې د دې کار لپاره چمتو دی. دغه رسنۍ د صهیونیستي مشرانو لوړ پوړو چارواکو په حواله زیاتوي: اسرائیلي پوځ خپل ځان د هغه عمل لپاره چمتو کوي چې حزب ا... کمزوری کړي او د لبنان حکومت مجبوره کړي چې له تل ابیب سره تړون لاسلیک کړي. د دې راپور له مخې د صهیونیستي رژیم سیاسي او امنیتي کابینه د لبنان د حزب ا... د پوځي قوت د بیا پیاوړي کولو په اړه یوه مهمه یوه غونډه ترسره کوي.